د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

م.م په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګندوي


له مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتو د مبارزې د ادارې مشر یوري فیدیتوف وايي؛ د نړیوالو ملاتړ به افغان چارواکي د مخدرو موادو له تولید او قاچاق سره مبارزې او د بدیل کښت د پروګرامونو عملي کولو ته وهڅوي.

یوري فیدوتوف د روسیې له خبري اژآنس ایتر تاس سره په ځانګړې مرکه کې، په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت او قاچاق د زیاتیدو له امله اندیښنه څرګنده کړې ده.

ده زیاته کړې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او نوی حکومت به خپلې کړنلارې اعلان کړي او د دې هیواد له ځانګړو ادارو سره د نږدې اړیکو ټینګول یې خپل مسولیت ګڼلی دی.

یوري فیدیتوف په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد په مبارزه کې د سیاسي ارادې موجودیت مهم بللی دی.

د ملګرو ملتو دې لوړ رتبه چارواکي څرګنده کړې چې د نړیوالو ملاتړ په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې ځانګړې ادار ې هڅولای شي.

ده ویلي چې، په افغانستان کې د بدیل کښت له یوه پرمختايي پروګرامه د ښو پایلو ترلاسه کولو ته باید دوه ټکي په پام کې ونیول شي.

د یوري فیدیتوف په وینا، د افغانستان د نوي حکومت د سیاسي رهبرۍ ټینګه اراده او غوره اقتصادي سرچینې کولای شي؛ چې په دی برخه کې د نړیوالو هڅې بریالۍ کړي.

له مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتو د مبارزې د ادارې مشر زیاتوي چې؛ افغانستان د نړۍ د تریاکو او هیروینو د تولید تر ټولو لوي مرکز دی.

د ده په وینا، د ټولې نړۍ د هروینو تقریباً نوي فیصده په دې هیواد کې جوړیږي.

فیدیتوف ویلي، د نړیوالې ټولنې له ټولو هڅو سره هم په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارود کښت، د هیروینو او تریاکو تولید او قاچاق ته لیوالتیا زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي چې؛ په افغانستان کې جوړ شوي مخدر موادو د شمال له لارې د منځنۍ اسیا جمهوریتونو او بیا روسیې ته قاچاقیږي.

بله لاره یې د ایران، ترکيې او د بالکان له هیوادو د ختیځي او لویدیځې اروپا هیوادو ته غزیدلې ده.

غربي هیوادو ته د افغانستان د تریاکو او هیروینو د قاچاق درېیمه لار له جنوبي ولایتونو د هند تر سمندره غځیدلې ده.

له مخدرو موادو اوجرمونو سره د ملګرو ملتو د مبارزې د ادارې مشر وايي، په افغانستان کې جوړ شوی هیروین له دې درېیو لارو د نړۍ هر کونج ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG