د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

افغان ولسمشر له خپل ایراني، ترکي او تاجکستاني سیالانو سره خبرې وکړې


د ایران جمهور رییس حسن روحاني د افغانستان له جمهور رییس ښاغلي اشرف غني احمدزي سره په ټلیفوني خبرو کې د ملي وحدت د حکومت په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې؛ په حکومت کې شامل ټول اړخونه به هغه ژمنې عملې کړي چې؛ د افغانستان د ملي ګټو په مقصد یې کړي دي.

د افغانستان جمهور رییس دغه راز د پاکستان، ترکیې او تاجکستان له مشرانو سره په ټلیفونې خبرو کې د سیمه ییزو همکاریو د لاپراختیا غوښتنه وکړه.

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني احمدزي په جلا ډول د ایران او پاکستان له جمهورو رییسانو سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزو ستونزو او له افغانستان سره د دې هېوادونو د اړیکو په پراختیا بحث وکړ.

ښاغلي احمدزي د ایران جمهور رییس حسن روحاني ته د اختر مبارکي وویله او دغه راز یې د افغانستان او ایران ترمنځ په دوه اړخیزو مسالو خبرې وکړي.

د ایران جمهور رییس په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړېدل وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې، په حکومت کې شامل اړخونه به د خپل هېواد د ملي ګټو او ملي حاکمیت لپاره کړې ژمنې عملي کړي.

د ایران جمهور رییس حسن روحاني، ښاغلي اشرف غني احمدزي ته په ټلیفوني خبرو کې وویل؛ ثبات او امنیت طبعاً چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت له لومړیتوبونو څخه دي؛ خو سیمه ییزه همکاري د افراطیت، قومي او فرقه یي شخړو او بنسټ پالنې پرضد مبارزې اصلي لار ده.

فارس آژانس لیکي، د ایران جمهور رییس حسن روحاني د افغانستان او ایران د اړیکو پر اهمیت ټنیګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې؛ له نورو هیوادو سره اړیکې به د مسلمانو او ګاونډیو هیوادونو؛ افغانستان او ایران دوه اړخیز اړیکي زیانمن نه کړي.

د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف غني احمدزي له روحاني سره په خبرو کې د افراطیت او تروریزم پر ضد مبارزه کې د افغانستان او ایران ترمنځ په همکارۍ ټینګار وکړ.

ایران له افغانستان سره زیاتې مرستې کوي او د افغانستان د بیارغاونې په مرستو سربیره یې په تیرو پنځو کلونو کې د نشه یي موادو ضد مبارزې په برخه کې افغان حکومت ته په کال کې پنځوس میلونه ډالر ورکړي دي.

د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف غني احمدزي د پاکستان له صدراعظم نواز شریف او د تاجکستان جمهور رییس امام علي رحمان سره هم ټلیفوني خبرې وکړې او د لوی اختر د مبارکۍ په ویلو یې؛ له افغانستان سره د یادو هیوادونو د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

ښاغلي احمدزي تیرماښام د ترکیې له جمهور رییس رجب طییب اردوغان سره هم د ټلیفون له لارې خبرې وکړې؛ د اخترد مبارکۍ له ویلو وروسته یې د ترکیې او افغانستان د اړیکو په پراختیا بحث وکړ او ښاغلي اردوغان ته یې بلنه ورکړه چې؛ افغانستان ته دې سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG