د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

داعش ډله هڅه کوي کوباني ښار ونسیي


کردانو، چې د امريکا د هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره دی؛ پرون د اسلامي دولت له وسله والو سره د سوريې پر پوله د مهم ښار کوباني د کنټرول تر لاسه کولو لپاره جګړې ته دوام ورکړ. د راپورونو له مخې، د اسلامي دولت سخت دريځو يو ستراتيژک غر نیولی دی چې؛ له کوباني سره نيژدې دی، خو د دوی پرمختګ د هوايي بريدونو له کبله ورو شوی دی.

د سوريې سرحدي ښار کوباني يو ځايي چارواکی؛ ادريس نهسين وايي، اسلامي سخت دريځي له ښار څخه يوازي يو کيلومټر ليرې دی او يوازې هوايي بريدونه کافي نه دی چې؛ د دوی مخه ونيسي.

ده د بهرني ايیتلافي ځواکونو او د مځکني کردي جنګياليو تر منځ د همکارۍ د نه شتون په اړه هم شکايت وکړ.

د بشري حقونو لپاره لندن مېشته د سوريې څارونکې ډله وايي چې؛ يوې کردۍ ښځې د کوباني په ختيځ کې د اسلامي دولت پر یوه پوسته ځانمرګی بريد وکړ.

د اسلامي دولت پر ضد په نړیواله جګړه کې کوباني؛ چې د ترکي له سرحد سره نيژدې دی؛ يو مهم ځای دی.

د امريکا مرکزي قومندې په یوه اعلاميه کې راغلي چې؛ امريکايي پوځ تېره ورځ په سوريه کې درې هوايي حملې وکړې. په همدې حال کې پرون د اسلامي دولت د سخت دريځو پر ضد، جنګي جيټ، بمبار الوتکې او هليکوپټر هم په شپږو نورو حملو کې وکارول شول.

د بشري حقونو لپاره لندن مېشتې د سوريې څارونکې ډلې په وينا؛ لږ تر لږه ۳۳ اسلامي سخت دريځي جنګيالي او د دې کردي ښار ۲۳ ساتونکي د تېرې ورځې په نښتو کې وژل شوي دي.

د اسلامي دولت سخت دريځو د سپټمبر په ۱۶مه د کوباني د کنټرول تر لاسه کولو هڅې پيل کړې. دوی غوښتل د ترکيې او سوريې تر منځ اوږد سرحد ونيسي.

کله چې د اسلامي دولت سخت دريځي مخ پر وړاندې ولاړل؛ له ښاره او شا او خوا سيمو څخه یو لک او شپږ اتیازره ۱۸۶۰۰۰ کسانو خپل کورونه پرېښوول او ترکيې ته وتښتېدل.

د اسلامي دولت سني سخت دريځې ډلې په سوريه او عراق کې پراخې سيمې تر خپل واک لاندې کړې او د جون په مياشت کې يې د خلافت اعلان وکړ.

پر دې ډلې د پرواخو تېريو تورونه دي؛ لکه ډله ییزې وژنې، برمته کول، تشدد او د ښځو په زوره په کنيزي نيول.

له هغه وروسته چې امريکا په عراق کې د اسلامي دولت د سخت دريځو پر ضد هوايي بمبارۍ پيل کړې؛ امريکا د دې ډلې پر ضد يو نړيوال ايیتلاف جوړ کړ.

په عراق کې په هوايي بمباريو کې برتانيې او فرانسې او په سوريه کې په هوايي بمباريو کې پنځو عربو هيوادونو بحرين؛ اردن، قطر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو برخه اخيستې ده.

د بلجيم د دفاع وزارت وايي، پرون د دې هيواد F16 الوتکو په عراق کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد خپلې لومړۍ بمباري وکړې.

XS
SM
MD
LG