د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

داعش پر کوباني ښار بریدونو ته دوام ورکړ


په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلاف د اسلامي دولت پر وسله والو نوې هوایي حملې وکړې، دغو وسله والود ترکیې پولې ته څیرمه د سوریې پر کوباني ښار بریدونو ته دوام ورکړ.

د ایتلاف جنګي الوتکو تیره شپه د اسلامي دولت د ډلې پراهدافو په دې خاطر بمباري وکړه چې د پرمختګ مخه یې ونیسي.

ایتلافي ځواکونه په مخکینیو هوایي حملو کې نه و توانیدلي چې؛ د دغو وسله والو د تهاجمي حملو مخه ونیسي.

د کوباني ښاراو شاو خوا سیمو د جګړو له کبله اټکل کیږي چې ۱۸۰ زره کسان به ترکیې ته تښتیدلي وي.

که د اسلامي دولت وسله وال کوباني ترخپلې ولکې لاندې راولي، دا ډله به په ختیځ رقع کې د خپلو قوي سنګرونو او د سوریې په حلب کې ترخپل کنټرول لاندې سیمو ترمنځ مستقیم اړیکی ټینګ کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې پرون وویل چې؛ د شادادي ښارته نژدې په هوایي حملوکې د اسلامي دولت ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

په عین حال کې د ترکیې کوردان او د سوریې کوردي کډوال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله د ترکیې له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.
ځواکونو د هغومظاهره چیانو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګازاو د اوبوپاشلو له توپونو کارواخیست چې د سوریې د وضعیت په اړه په قهردي او ترکیه تورنوي چې له کوردانو سره د جګړې لپاره وسله والو ته اجازه ورکوي چې له پولې یې تیرشي.

په کوباني کې د جګړو له امله شاوخوا درې لکه کسان تښتیدلي چې ډیرو یې ترکیې ته پناه وړې ده.

دا پیښې په داسې حال کې پیښیږي چې د هغو تورونو پرسرچې وایي انقره د اسلامي دولت د وسله والو ملاتړکوي، د ترکیې او امریکا ترمنځ ناندرۍ پیل شوي دي.

د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایدن د تیرې جمعې په ورځ په هارورډ پوهنتون کې د خبرو په مهال پرترکیې او د امریکا پرعربي متحدینو انتقاد وکړچې د اسلامي دولت په څیرد سخت دریځو سوني ډلو یې ملاتړکړی دی.

د ترکیې ولسمشررجب تیپ اردوغان د شنبې په ورځ د بایدن د څرګندونو په اړه د خپرو شویو راپورونو په عکس العمل کې خبریالانو ته وویل چې که بایدن دا ډول څرګندونې کړې وي، نو بایدن به سرله ننه دده لپاره یوتاریخ وي.

اردوغان زیاته کړه، هیڅوک نشي کولای ترکیه په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو په ګډون د هرې تروریستي ډلې په ملاتړتورنه کړي.

بایدن د شنبې په ورځ د یوه بیان په خپرولو سره له اردوغان څخه د خپلو څرګندونو په خاطربخښنه وغوښته.

په بیان کې ویل شوي چې مرستیال ولسشمردا واضح کړې چې متحده ایالات د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو په وړاندې جګړه کې د ترکیې په ګډون د خپلو متحدینو او شریکانو ژمنو او سرښندنوته ډیرارزښت ورکوي.

په عین حال کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرهم له بایدن څخه غوښتنه کړې چې د خپلو څرګندونو په اړه دې رسمي وضاحت ورکړي.

هغه ویلي چې دغو څرګندونو د متحده عربي اماراتو د رول په اړه یو منفي اونادرست احساس رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG