د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د افغانستان لومړۍ مېرمن څوک ده؟


د ولسمشر اشرف غني مېرمن رولا غني
د ولسمشر اشرف غني مېرمن رولا غني

د ولسمشر اشرف غني احمدزي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې؛ ولسمشر د پاليسۍ په برخه کې د ښځينه سلاکارانو يوه کمېټه تاييد کړه. دا پرېکړه ولسمشر د يو شمېر ښځينه فعالانو سره د ليدلو پر مهال وکړه. دغه فعالانو ښځو د افغان ولسمشر ستاينه وکړه چې؛ د لوړې د مراسمو وروسته يې د خپلې مېرمنې د ملاتړ يادونه وکړه.

د افغانستان ولسمشر، اشرف غني احمدزي په ارګ کې د هیواد له پېژندل شويو ښځو سره وليدل. په دې کتنه کې، چې په اړګ کې وشوه، د هیواد ولسمشر د يوه داسې ښځينه بورډ د جوړولو تاييد وکړ چې؛ د پاليسۍ جوړولو، د ښځو د حقونو په اړه او په سياسي او تولنيزو برخو کې د ښځو د ونډې په اړه به حکومت ته سلا ورکوي.

له ارګ څخه په خپره شوي اعلاميه کې راغلي چې؛ دغه پېژندل شويو ښځينه فعالانو ولسمشر ته وويل چې؛ د ده د لوړې په مراسمو کې د لومړۍ مېرمنې برخه اخيستل او د ده له خوا په وينا کې د هغې يادونه په دې مانا ده چې؛ ولسمشر د ښځو د حقونو مدافع دی.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د لوړې اخيستلو پر وخت او تر هغې مخکې د انتخاباتو د کمپاين پر مهال د هيواد په پرمختګ کې د ښځو د ونډې په هکله ټينګار کړی و.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته د خپلې مېرمنې په يادولو سره وويل:

"زه غواړم له دې موقع څخه په ګټه اخيستلو سره د خپل ژوند له ملګرې څخه زما او د افغانستان د ملاتړ لپاره مننه وکړم. دې تل د هیواد دننه د بې ځايه شويو خلکو سره مرسته کړې ده او زه ډاډه يم چې، په راتلونکي کې به هم خپل دې کار ته ادامه ورکړي."

ميرمن رولا غني دا وخت په کابل کې ده او تمه کيږي چې، د لومړۍ ميرمنې په حيث به د ښځو د حقونو او په ځينو نورو برخو کې د خپل خاوند سره کار کوي.

د روان کال د مارچ په مياشت کې د ښځو په نړيواله ورځ مېرمن غني افغانو ښځو ته د لومړي ځل لپاره وينا وکړه.

دا د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ مېرمن ده چې؛ د خپل خاوند په ولسمشريز کمپاين کې يې فعاله ونډه واخيسته. مېرمن غني د مارچ په اتمه ښځو ته په خپله وينا کې زياته کړه:

"د افغانستان تر نيمی زيات نفوس ښځې دي. دا څرګنده ده، دا اکثريت بايد چې زموږ د ګران هيواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. ښخې ډېر کفايت لري. دوی ډېر لوړ مسووليتونه پر خپلو اږو لري او د دوی فعاليتونه د ستاينې وړ دي."

د افغانستان لومړۍ مېرمن، رولا غني په لبنان کې زېږېدلې او ستره شوې ده.

مېرمن غني په ۱۹۶۹م کال کې په فرانسه کې د سياسي علومو له يوه انسټیټیوټ څخه ډیپلومه واخيست. په ۱۹۷۴م کال کې يې په بېروت کې له امريکايي پوهنتون څخه په سياسي علومو کې ماسټري تر لاسه کړه او په ۱۹۸۳م کال کې يې په نيويارک کې له کولمبيا پوهنتون څخه په ژورناليزم کې دوهمه ماسټري تر لاسه کړه.

مېرمن رولا غني له ولسمشر اشرف غني سره په ۱۹۷۵م کال کې واده وکړ. مېرمن غني ۳۸ کاله وړاندې د نوې ناوې په توګه د خپل ژوند له ملګري سره افغانستان ته راغله. دوی د مريم په نامه يوه لور او د طارق په نامه يو زوی لري.

مېرمن غني له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۰۲م کال کې بېرته افغانستان ته راغله او له هغه وروسته يې خپل ټول وخت د خپلې کورنۍ د ښېګڼې لپاره وقف کړ. دا په داسې حال کې ده، چې مېرمن غني د کور د کار تر څنګ څو رسمي وظيفې هم تر سره کولې.

له هغه وروسته چې مېرمن غني بېرته افغانستان ته راغله؛ دې غوښتل د کابل په ټولنيزو ستونزو پوه شي او د هغوی د حل لپاره لارې ولټوي. دې په کابل کې له خپلو حقونو څخه د محرومه شويو کوچنيانو لپاره د اشيانه په نامه د يوې موسسې سره مرسته پيل کړه.

د افغانستان لومړۍ مېرمنو تل د عادي خلکو مخې ته لږ ځان ښکاره کړی دی او د هيواد په چارو کې يې لږ ونډه درلودلې ده؛ خو په هيواد کې د فعالانو په وينا؛ د افغانستان خلک په ځانګړې توګه افغانې ښځې د نوي لومړۍ مېرمنې څخه ډېر توقعات لري.

--

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG