د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

"بریتانیا دې د افغان سولې د پروسې له بهیر سره همکار پاتې شي"


د افغانستان جمهوررییس اشرف غني احمدزي له بریتانیې وغوښتل چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار پاتې شي.

ښاغلي احمدزي د جمعې په ورځ په کابل کې د بریتانیې له صدراعظم ډیویډ کامرون سره په ګډه خبري غونډه کې دا غوښتنه مطرح کړه.

اخوا صدراعظم کامرون وویل چې؛ هېواد یې د یوه باثباته افغانستان د جوړولوهڅه لري او په دې هدف به تر۲۰۱۷ کاله پورې هرکال ۱۷۸ میلیونه پونډه مرسته کوي چې د پوځیانو روزنه په کې لویه برخه جوړوي.

د افغانستان جمهوررییس وايي، په دې هېواد کې د سولې راتلل نه یواځې دا چې ملي مساله ده بلکه یوه نړېواله مساله ده چې باید ټول ورته پام وکړي.

اشرف غني احمدزي د جمعې په ورځ د بریټانیې له صدراعظم ډیویډ کامرون سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، په یوه هېواد کې د سولې او ثبات راتلل د نړېوالو قدرتونو ملاتړته اړتیا لري.

ښاغلي احمدزي وویل، نړېواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت زمینه برابره کړي.

نوموړي د بريټانیې له حکومته وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف خپل موثرکوښښونه جاري وساتي.

ولسمشراحمدزي وویل، له جنوبي اسیا په تېره پاکستان سره د بریټانیې اړیکې مهمې دي او باید د سولې په تامین کې ورنه ګټه پورته شي:

″انشالله زموږ ملي هدف چې پایداره سوله ده د دوي په مرستو به اجرا شي.

دې برخه کې له هغو تاریخي اړیکونه چې دوی(بریټانیا) جنوبي اسیا سره په عام توګه او زموږ ګاونډي پاکستان سره په خاص توګه لري هرکلی کوو او غواړو چې ټول په مخ ولاړ شو.″

ولسمشراشرف غني احمدزي د روان کال د تلې په اوومه چې له یکشنبې ورځ سره برابره وه لوړه وکړه.

د ښاغلي احمدزي د کارله پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د لویدیځوهېوادونو د مشرانو له ډلې د بریټانیې صدراعظم د هغه د نوي حکومت د لیدو لپاره کابل ته سفرکوي.

ولسمشراحمدزي د افغان پوځیانو د روزنې په برخه کې د بریټانیې هڅه وستایلې او ویې ویل، همدا روزنې ددې لامل کیږي چې افغان سرتیري مسلکي او له ښه ظرفیت برخمن شي.

د سولې د ټینګښت هڅې بله مساله ده چې د مخکیني جمهوررییس حامدکرزي له واکمنۍ راهیسې په میراث پاتې ده.

د کارپوهانو په باورښاغلی کرزی ونه توانید د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او نړۍ د هیوادونو همکاري جلب کړي.

په عین حال کې د بریټانیې صدراعظم ډیویډ کامرون له ولسمشر احمدزي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، هېواد یې په دې هڅه کې چې افغانستان با ثباته او په خپلو پښو ودریږي.

ښاغلي کامرون وویل، دې هدف ته د رسیدو لپاره به بریټانیا هر کال تر ۲۰۱۷ کاله پورې له افغانستان سره ۱۷۸ میلیونه پونډه مرسته کوي:

″موږ به د افغانستان د پوځیانو د پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکوو، البته په کابل کې د افغان پوځیانو د اکاډمۍ د روزنې په برخه کې د خپل مخکښ رول له لارې.

موږ به تر ۲۰۱۷ کال پورې له افغانستان سره ۱۷۸ میلیونه پونډه مرسته کوو څو په یوې وروستۍ لسیزه کې د افغانستان له خوا په پوهنه،روغتیا او نورو برخو کې شوي پرمختګونه خوندي پاتې شي.″

بریټانیا له امریکا وروسته دویم هیواد دی چې د ایساف په چوکاټ کې یې ډېر پوځیان افغانستان ته رالیږلي و.

دغه هیواد په افغانستان کې له تروریزم او مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې په تېرو دیارلسو کلونو کې فعاله ونډه اخیستې.

تمه ده د روان میلادي کال تر پایه بریټانوي پوځیان له افغانستانه ووځي خو د پوځیانو په روزنه او تجهیز کې به بیا هم پراخه ونډه اخلي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG