د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

کمپبل: د افغان ځواکونو، په ځانګړي ډول د پولیسو تلفات زیات شوي


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان کمپبل وايي چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د پولیسو تلفات زیات شوي دي.

جنرال کمپبل ویلي، په وروستیوکې د افغانستان په ختیځ او جنوبي سیمو کې د وسله والو د حملو د زیاتیدو له امله، افغان ځواکونو ته زیات تلفات رسیدلي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د دې قوماندان په وینا، افغان ځواکونه توانیدلي چې د هلمند په شمول په ټولو ولایتونو کې هغه سیمې چې طالبانو نیولې وې، بیرته ترخپل کنټرول لاندې کړي.

د دې امریکايي جنرال په وینا، سږکال له اوو ترنهو زرو تنو پورې افغانان په جګړو کې وژل شوي یا زخمیان دي. د تلفاتو دا شمېرد تیرکال په پرتله لوړ دی.

امریکايي ځواکونو لوي قوماندان جنرال کمپبل پرون له کابله، د ویډيو له لارې، د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ته د افغانستان پر امنیتي وضعیت معلومات ورکړل.

دې لوړرتبه جنرال تایید کړې چې اوس په افغانستان کې ترټولو لويه مساله د دې هېواد د امنیتي ځواکونو روزنه کې ده.

د کمپبل په وینا، افغان ځواکونه باید دومره وروزل شي چې د نړېوالو عسکرو د شمېرله کمیدو سره، د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي.

د اسوسیتد پرس په وینا، د روان کال په پای کې به په افغانستان کې د ایتلافي قواوو شمېر۱۲۷۰۰ ته راکم شي چې په هغه کې به ۸۹۰۰ امریکايي عسکر وي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دې قوماندان ویلي، د نړېوالو ځواکونو د شمېرد کمیدو له امله به امریکا نه شي کولای چې له افغان ځواکونو سره د پخوا په څير زیات استخباراتي معلومات شریک کړي.

د جنرال کمپبل په وینا، په افغانستان کې د وسله والو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د راغونډولو او له جبهې د زخمیانو د لیږدولو لپاره ځانګړي پروازونه به هم کم شي.

دې جنرال ویلي، د افغانستان له نویو مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي چې له افغان پوځه د نړیوالو ځواکونو د ملاتړ د کمیدو له امله د ممکنو ستونزو په وړاندې څه کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن [جمعه] د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د ناټو له ځواکونو [ایساف] د خدمت مننه وکړه او په افغانستان کې يې د وژل شويو نړیوالو عسکرو کورنۍ وستایلې.اشرف غني احمدزي وویل:

″نړېوالو ځواکونو د افغانستان امنیتي قواوو ته په سختو شرایطو کې اوږه ورکړه او موږ به یې تل په یاد ساتو.″

دا په وروستیو څوکلونوکې اول واردی چې د افغانستان ولسمشرد نړېوالو ځواکونو د قربانۍ ستاینه کوي.

د بریتانې صدراعظم ډيویډ کمیرون چې عسکرو یې په هلمند کې د امنیت ټینګولو مسولیت درلود، نن په کابل کې وویل چې افغان ځواکونه په هر ولایت کې دخپلوخلکو دخوندیتوب مستقیم مسولیت لري او پرمختګ یې حیرانونکې دی.

خو اسوشیتدپرس وايي، د افغانستان پوځ پرمختللي عصري وسایل نه لري او سږکال یې تلفات دیرش فیصده لوړ شوي دي. دا په تیرو دیارلس کلونو کې اول وار دی چې د افغانستان ملي پوځ پر نړیوالو ځواکونو له ډيرې اتکا پرته، د وسله والو طالبانو په وړاندې جنګیږي.

د افغانستان د دفاع یوه پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ اسوشیتد پرس ته ویلي چې د افغانستان اردو جنګیږي خو ورسره کړیږي.

د وردګ په وینا، د افغانستان پوځ لا تنکې دی او په هیواد کې له سیاسي حالاتو متاثره کېدلای شي خو د پوځ ښه رهبري دا ستونزه حل کولای شي.

XS
SM
MD
LG