د افغانستان جمهوررییس اشرف غني احمدزی وايي، د کابل پولیس بایدغیرسیاسي شي او خپلې ورسپارل شوې دنده مخته بوځي.
ښاغلي احمدزي د جمعې په ورځ په کابل کې د بريټانیې له صدراعظم سره په ګډه خبري غونډه کې دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د پولیسو په ټولواداروکې باید مسلکي کسان وګمارل شي.
کارپوهان وايي، که د ولسمشردا ژمنه عملي شي نو خامخا به په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.
افغان ولسمشراشرف غني احمدزی ټينګارکوي چې افغان پولیس باید د شفافو معیارونو او وړتیاو په پام کې نیولو سره په دندو وګمارل شي.
ښاغلي احمدزي د جمعې په ورځ په دې اړه یو خبري کنفرانس ته وویل، چې افغان پولیس باید سیاسي ونه اوسي او یواځې د امنیت د ټینګښت دنده مخته یوسي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي چې؛ د کابل د امنیتي وضعیت په اړه یې د هېواد له درې واړو امنیتي ارګانونو سره خبرې کړي څو په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي:
″په لومړي سر کې باید کابل پولیس غیر سیاسي شي، امنیتي مسولین مو د شفافو معیارونو پر اساس تعین شي، صلاحیتونه او مسولیتونه یې واضیح شي، په دې اړه موږ له درې واړو امنیتي ارګانونو سره په اساسي ارزونې کې یوو.″
ولسمشراشرف غني د بريټانیې له صدراعظم ډیویډ کامرون سره د جمعې په ورځ په ګډه خبري غونډه کې د کورنیو چارو وزیر ته دنده وسپارله څو د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د پولیسو په چوکاټ کې اصلاحات راولي.
ښاغلي احمدزي همدا راز ټینګاروکړ، چې پولیس باید خوندي و اوسي.
نوموړي د هېواد د درې واړو امنیتي ارګانونو د قربانیو او سرښیندنو ستاینه وکړه.
د کورنیو چارو پخواني وزیرفقیرمحمد فقیرازادۍ راډیوته وویل، په تیرو ۱۳ کلونو کې پر پولیسو ډیرې پانګونې وشوې او نړېوالو ورته روزنکي وټاکل، خو اوس هم افغانستان معیاري پولیس نه لري.نوموړی د افغان پولیسو پر مسلکي کېدو ټینګار کوي:
″د ملي امینت ریاست، د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو ټول پرسونل باید خپلواکه وي، بې پرې وي، د تنظیمونو په منځ کې له چا سره اړیکې ونه لري، په سالم ډول وروزل شي، نو د هېواد په امنیت او د سراحداتو په ساتلو کې به مهم رول ولوبوي.″
ښاغلی فقیري زیاتوي چې د امنیتي وضعیت د ښه والي په هدف باید د ملي امنیت ریاست د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ همغږي زیاته شي.
کارپوهان په داسې حال کې د پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ له نشتوالي خبره کوي چې ولسمشراشرف غني د امنیتي ارګانونو ترمنځ د لا همغږۍ په خاطرد یوې ملي ستراتیژی د عملي کولو اعلان کړی.
راپور: مرضیه احمدزۍ