د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

کارپوهان: امریکا باید ترڅو کلونو پورې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي


د سیاسي او پوځي چارو یو شمېرلویدیځ کارپوهان وايي، متحده ایالات باید ترڅو کلونو پورې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیزته دوام ورکړي څوافغان حکومت وتوانیږي له طالبانو سره جوړجاړي ته ورسیږي.

دغه کارپوهان خبرداری ورکوي چې؛ دا کار ونه شي نوافغانستان به هم د عراق له اوسني ګډوډ برخلیک سره مخامخ شي.

د امریکا لپاره د افغانستان په څیرهېواد کې چې جنګ سالاران په کې فعال دي او بهرنیو مداخلو او کورنۍ جګړې ځپلي، د یوې ملي او منظمې افغان اردو جوړول ترټولو ستر چیلنج دی.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزه امنیتي او دفاعي تړون له مخې د ۲۰۱۷ م کال ترپیل پورې به ټول امریکايي سرتیري له دي هېواده ووځي.

خو د سیاسي او پوځي چارو لویدیځ کارپوهان خبرداری ورکوي چې؛ که امریکا له افغانستانه ټول سرتیري وباسي نو دا کاربه هغه شان یوه خلا رامنځته کړي څرنګه چې عراق ورسره مخامخ شو.

د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې پخواني غړي او د بروکینګز تحقیقاتي انسټیټیوټ کارپوه بروس ریډل فرانس پریس ته ویلي، له افغانستانه د ټولوامریکايي سرتیرو ویستل به د یوه بل عراق په معنا وي.

د نوموړي په وینا له افغانستانه تر۲۰۱۷ کال پورې د ټولو سرتیرو د ویستلو په اړه د امریکا له خوا ټاکل شوې نیټه به په افغانستان د واشنګتڼ په ماموریت اغیز وکړي.

خو په کابل کې د امریکا جیمز کنګهم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي نړۍ باید د افغان ځواکونو پر وړتیا باور ولري.

د نوموړي په وینا افغان ځواکونه مقاومت کوي، د ستونزو پروړاندې ځانونه له سره تنظیموي او په راتلونکو کلونو کې به نورهم پیاوړي شي.

د افغانستان او ناټو ترمنځ د شوي امنیتي تړون پراساس به دا تړون د طالبانو پرضد جګړه کې د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ کوي.

یو شمېرکارپوهان وايي، د دې لپاره چې افغانستان هم دعراق په څیربرخلیک ونه لري باید افغان ځواکونه تراوږدې مودې تمویل او وروزل شي او ترهغې له طالبانو سره جګړه وکړي ترڅو چې د افغانستان شخړې ته یو سوله ییزحل پیدا شي.

په عراق کې د امتحده ایالاتو د ځواکونو پخوانۍ قومندان متقاعد جنرال پاول ایټن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي متحده ایالات باید پردې هم کاروکړي چې افغان امنیتي ځواک د خپل هېواد یو ملي بنسټ وګرځي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، دا کارترډیره یوه سیاسي پروسه ده چې په یوه شپه او ورځ کې سرته نه رسیږي بلکې ښايي کلونه وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG