د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ولسمشر غني وايي، افغان حکومت به له خصوصي سکټور سره همکار وي

ولسمشر محمداشرف غني وايي چې افغان حکومت به له خصوصي سکټور سره همکار وي او دروازې یې تل د سوداګرو او پانګوالو پرمخ خلاصې دي.

ولسمشرغني پرون له افغان او چینايي سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې وویل؛ په افغانستان کې باید د خصوصي سکټور او دولت ترمینځ د باور او دوامدار تعامل پربنسټ ولاړ تړون رامینځ ته شي.

ښاغلي غني چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ څرګنده کړه چې خصوصي سکټور به له دې وروسته د دولت فاسدو چارواکو ته پیسې نه ورکوي او دا زمینه به د هېواد په عدلي او قضایي سیستم کې راروان اصلاحات ورته برابره کړي.

د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼه د افغان ولسمشر له قوله لیکي چې وايي، افغانستان باید یو صادروونکي هېواد وي. دی زیاتوي چې د افغانستان او چین د سوداګرۍ د خونو ترمینځ اړیکي د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې د دواړو هېوادو د اړیکو د پراختیا لپاره خورا ګتور دي.

چینايي چارواکي وايي د پېکنګ د اعلامیې له مخې په پرونۍ غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونو، عامه تاسیساتو، له طبیعې پېښو سره د مبارزې او پوهنې په برخو کې په افغانستان کې د څلور شپېتو پروګرامونو پر پیل موافقه وشوه.

سې شنبې:13.08.1393

د افغانستان جمهوررئیس ښاغلي محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول د کابل ولایت له نظارت خانې څخه کتنه وکړه او د بندیانو پرحال احوال یي ځان خبر کړ.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیه کي ویلي، جمهوررئیس غني د بندیانو ستونزې واوریدې او د عدالت په پلي کیدو یي ټینګار وکړ. جمهوررئیس بندیانو ته وویل، که چېرې ستاسو بې ګناهې ثابته شي، د حیثیت اعاده به مو وشي.

اشرف غني احمدزي چې د عاشورا په ورځ د بندیانو لیدو ته ورغلی وو، هغوی ته وویل:

″زه نن په دې خاطر راغلم چې نن د عاشورا ورځ ده، هغه ورځ چې یو څوک باید په کې د بې ګنا او مظلومو یادونه وکړي.

دا د دعا یوه بڼه ده. زموږ تاریخ موږ ته وايي، کله چې ظلم او بې عدالتي وي، ټولنه ګډوډیږي.″

له جمهوررئیس غني سره په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د کابل ولایت امنیه قوماندان هم ملګري وو.

دوشنبې:12.08.1393

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني د امريکا په مشرۍ له ائتلاف او افغان ځواکونو سره خپله همکاري زياته کړې ده.

والسټريت ژورنال ورځپاڼې ليکلي چې ښاغلى غني هڅه کوي ځينې هغه بنديزونه ليرې کړي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو په وړاندې پر پوځي عملياتو وضع کړي وو.

د افغانستان دفاع وزارت هيله څرګندوي چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت په پام کې لري د افغان قواوو ظرفيتونه لوړ کړي.

په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو مشران وايي، افغان حکومت هڅه کوي پر افغان او بهرنيو پوځيانو لګول شوي محدوديتونه ليرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت وايي ولسمشر اشرف غني چې د افغان اردو په ظرفيتونو او ستونزو ښه خبر دى، د افغان قواوو د پرمختګ لپاره له دفاعي چارواکو سره پر ځينو پوځي تګلارو کار کوي.

ولسمشر غني په توره بحیره کې د افغان کډوالو د کښتۍ پر ډوبېدو خواشیني څرګنده کړې

د افغانستان جمهوري ریاست د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د ترکیې په اوبوکېې دافغان ګډوالو د ډوبې شوې بیړۍ د جسدونو انتقال لپاره لازم اقدامات وکړي.

وروسته له هغې چې په تورې بحیرې کې د افغان کډوالو بیړۍ ډوبه شوه د افغانستان جمهوري ریاست د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه د لازمو څیړنو امر کړی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو د بیړۍ د ډوبېدو له امله ډېرخواشینی شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG