د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ارګ: نوې کابینه به په ټاکل شوي وخت اعلان شي

د افغانستان جمهوري ریاست ډاډ ورکوي چې نوې کابینه به د ولسمشرله خوا په ټاکل شوي وخت سره اعلان شي.

د افغان ولسمشرویاند د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې اوس، اوس د نوې کابینې د جوړولو کمیسیون د وزارتونو د دندو د تعریف په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېرسیاسي شنونکې بیا د نوې کابینې د جوړولو او یو شمېر لوړو پوستنو ته د اشخاصو د غوراوي پرسرد کمیسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو خبره کوي.

په داسې حال کې چې د نوي کابینې د پېژندنې لپاره د ولسمشرله خوا ټاکل شوې نیټې ته د ګوتوپه شمار ورځې پاتې دي، د افغان ولسمشر ویاند وايي چې لاهم خبرې وزارتونو ته د اشخاصو د ټاکنو ترحده نه دي رسیدلي.

د ناټو عمومي منشي له ولسمشر غني سره په کابل کې وکتل

جمعه: 16.08.1393

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د نوي حکومت ستاینه وکړه چې له پاکستان سره د نژدې همکارۍ هڅې کوي.

"ینز ستولتینبرګ" پرون په کابل کې له افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د سیمې پر وضعیت د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ګډون وغږیدو. زه فکر کوم چې دا ډیره مهمه ده چې افغانستان او پاکستان همکاري وکړي؛ له پاکستان سره د نژدې همکارۍ او روابطو په برخه کې زه د ولسمشر غني د بیانونو ډیر هرکلی کوم؛ دا ځکه چې دواړه هیوادونه د افراطي ډلو له ګواښونو سره مخامخ دي."

د ناټو عمومي منشي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرایي رییس عبداله عبداله سره وکتل.

ولسمشر غني: د کابینې په جوړولو کې د بېړې پرځای باید له دقت څخه کار واخیستل شي

شنبه:17.08.1393

ولسمشر محمداشرف غني وايي، د کابینې په جوړولو کې د بېړې پرځای باید له دقت څخه کار واخیستل شي.

ښاغلي غني د ولسمشر په توګه د لوړې په ورځ ژمنه کړې وه چې نوې کابینه به په یوه نیمه میاشت کې اعلان کړي. ده همداراز ډاډ ورکړی و، چې نوې کابینه به مسلکي وي. خو افغان ولسمشر پرون د ارګ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته په وینا کې وویل چې د وزیرانو په غوره کولو کې باید دقت وشي.

د پنجشنبې په ورځ د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وویل چې د ملي وحدت د حکومت کابینه به د افغانستان د ټولو وګړو استازې وي او غړي به یې صادق خلک او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.

ولسمشر غني: په حکومت کې د ښځو ونډه باید زیاته شي

شنبه: 17.08.1393

افغان ولسمشر د ښځو په برخه کې تېرې لاسته راوړنې کافي ونه بللې او ټینګار یې وکړ چې ښځو ته په ټولو برخو کې ډېره ونډه ورکړل شي.

محمداشرف غني نن د افغان میرمنو د پياوړتیا لپاره د افغانستان او امریکا د ګډ پروګرام په پرانیسته کې وویل؛ اوسنی حکومت به په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړي.

"په وضاحت سره باید ووایم چې د ښځو ونډه باید زیاته شي. په اساسي توګه تقویه شي. موږ په خپلې وعدې ولاړ یو چې یوه افغان میرمنه به د لومړي ځل لپاره په سترې محکمې کې انتصاب کړو."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG