د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرد افغانستان د ملي وحدت حکومت لومړۍ میاشت له لاسته راوړنو ډکه وبلله.

بارک اوباما له همدې امله د افغانستان مشرانو ته مبارکي وویله.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو تېرماښام د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د حکومت اجرایوي رییس هم د دغه خبرو په جریان کې حضور درلود.

د افغانستان جمهوري ریاست چین ته د افغان ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو د ټینګښت په برخه کې مهم بولي.

د جمهوررییس د ویاند مرستیال د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چین ته د ولسمشرکرزي د راتلونکې اونۍ سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ډیر ارزښت لري.

ټاکل شوې ده، د افغانستان جمهور ريیس اسرف غني احمدزی راتلونکې اوونۍ چين ته ولاړ شي. د ښاغلي خليلزاد په وينا، افغانستان کولی شي، د سولې په راوستلو او پانګې اچونې لپاره د چين له هفوذ څخه استفاده وکړي.

ټاکل شوې، راتلونکې اوونۍ د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی چين ته ولاړ شي. څېړونکي په دې باور دي چې دا سفر ډېر مهم دی ځکه چې چين د افغانستان سره پوله لري او له بلې خوا په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره لېوالتيا او امکانات لري.

د افغانستان ولسمشر له سرتاج عزیز سره وکتل

ارګ ماڼۍ وايي، په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار افغانستان ته په دې خاطر سفر کړی؛ چې د نواز شریف بلنلیک افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ته وسپاري او د دې ترڅنګ پر ځینو مهمو مسالو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراخیتا په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر احمدزي له سرتاج عزیز په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې صلح او ثبات زموږ له لومړیتوبونو څخه دی او اجازه نه ورکوو چې افغانستان د تروریستانو په امن ځای بدل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG