د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ولسمشراحمدزي وویل، په کابل ښار کې د خلکو د تجمع مخه باید ونیول شي
ولسمشراحمدزي وویل، په کابل ښار کې د خلکو د تجمع مخه باید ونیول شي

ولسمشراشرف غني احمدزی وايي چې د کابل د شیرپور پروژې په څېر پروژو ته به د ده په حکومت کې اجازه ورنکړل شي.

ښاغلي احمدزي دا څرګندونې پرون د کابل ښاروال د غوره کولو د څرنګوالي او د پلازمېنې د نورو ستونزو په اړه په ارګ کې په یوه غونډه کې خپل نظریات د دې کار له موظف کمیسیون سره شریک کړل.

ښاغلي احمدزي شیرپور پروژه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د چارواکو د فساد د نښې په توګه پېژندل کېږي د ښاري پلان جوړونې د ناسم مثال په توګه یاده کړه.

ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشرافغانستان ته رسمي سفر وکړي.

رجب طیب اردوان افغانستان به د خپل دې مهم سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره وګوري او تمه ده چې د کابل او انقرې ترمنځ ستراتیژیک امنیتي تړون لاسلیک شي.

د څارونکو په نظرد افغانستان نوی حکومت په خپلو نړېوالو اړیکو کې یوه نوي پړاو ته ننوځي.

د ترکیې ولسمشر نن په یوه رسمي کابل ته راځي
د ترکیې ولسمشر نن په یوه رسمي کابل ته راځي

د هند صدراعظم وایې، د افغانستان نوې اداره به ښایې وتوانیږي د تروریزم او افراطیت په وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړي.

نریندرمودي یوځل بیا د افغانستان له خلکو او نوي مشرتابه سره د خپل هېواد مرستو او ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

مودي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرایوي مشرعبداله عبداله ته د نوي دندې مبارکې ویلې ده او ډاډ یې ورکړ، چې هند به د یوه پیاوړي او ډیموکراتیک افغانستان د جوړیدو د هڅو ملاتړ وکړي.

Prime Minister Narendra Modi talked to afghan President Ashraf Ghani on the phone(16,10,2014)
Prime Minister Narendra Modi talked to afghan President Ashraf Ghani on the phone(16,10,2014)

د هند صدراعظم نريندرا مودي د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي ته ډاډ ورکړ چې هيواد به يې له ده سره په داسي حال کې د يوه دوست او متحد په توګه ودرېږي چې د ده حکومت د يوه غښتلي او سوله ييز افغانستان د جوړولو لپاره ګامونه اخلي.

د هند صدراعظم دا څرګندونې پرون چهارشنبې د افغانستان له ولسمشر سره په ټېلفوني تماس کې وکړې.

د هند صدراعظم د اشرف غني رهبري، پوهه او په افغانستان کې يووالي، سولې او پرمختګ ته د ده ژمنتيا وستايله چې له کبله يې په افغانستان کې په سوله ييز ډول سياسي واک ولېږدول شو او پراخ بنسټه حکومت جوړ شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG