د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

عزیز: نوی افغان حکومت د ملي يووالي ريښتونی حکومت دی


له ازادۍ راډيو سره په خبروکې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د ملي امنيت سلاکارسرتاج عزيز وويل چې؛ د افغانستان د ملي يووالي حکومت يوه تاريخي او مهمه پېښه ده او دا ځکه چې د لومړي ځل لپاره په ډموکراتيکه توګه ولسمشرخپل واک سپارلی دی.

د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د ملي امنيت سلاکارسرتاج عزيزله ازادۍ راډيو ته وويل، چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې له ډېروستونزو سره مخامخ شوې خوکله چې دا ستونزې حل شوې، دا يومثبت پرمختګ دی چې په پايله کې يې د افغانستان نوی حکومت رامنځته شو.

ده وويل چې؛ د ملي يووالي په حکومت کې ځانګړې خبره دا ده چې په دې حکومت کې د يوه قوم يا ژبې خلک نه دي بلکه دا حکومت د ټول هېواد د وګړو استازيتوب کوي.

دده په وينا، د افغانستان نوی حکومت د ملي يووالي ريښتونی حکومت دی.

سرتاج عزيز وويل، چې د ملي پخلاينې او د افغانستان په راتلونکي کې د ستونزو د حل لپاره د ملي يووالي حکومت د یوه بريالي حکومت بېلګه ده.

دی وايي چې؛ هيله من دی د افغانستان د ملي يووالي حکومت به کاميابه حکومت وي.

د سرتاج عزيزپه وينا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به د ښو اړیکو نوې لړۍ پيل شي اوکه د دواړوهېوادونو ترمنځ پوله په ښه توګه سمبال شي، دده په وينا د پاکستان او افغانستان خپلمنځي اړيکې به په راتلونکي کې ډېرې ښې شي.

سرتاج عزيزد افغانستان او امريکا ترمنځ د لاسليک شوي امنيتي تړون په هکله وويل چې؛ د دوی کارپوهان وايي چې د داسې توافق ضرورت وو، ځکه چې د افغانستان پوځ ته د روزلو او د هوايي ځواک ضرورت دی.

ده زياته کړه، کله چې د افغانستان خپل هوايي ځواک پياوړی شي، ترهغه وخته دا هېواد د هوايي ځواکونو پوښښ ته ضرورت لري.

ده زياته کړه چې؛ افغانستان نه يوازې د خپلوځواکونولپاره بلکه د هېواد داقتصاد لپاره هم بهرنيو مرستو ته اړ دی، نوامنيتي تړون د دې هېواد د اقتصادي حالت لپاره هم مهم دی.

XS
SM
MD
LG