د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

پاکستانيو مطبوعاتو ته کتنه


يو شمېر پاکستانيو رسنيو په افغانستان کې د نوي حکومت او د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ د امنيتي_دفاعي تړون د لاسليک په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي دي.

ډان Dawn:

د پاکستان مشهورې انګرېزي ورځپاڼې "ډان" په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ملي يووالي د نوي حکومت تر رامنځته کېدا وروسته، د دواړو هېوادونو دوه اړخيزو اړيکيو ته اشاره کړې او ليکي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي دومره پېچلې دي، چې د نوي ولسمشر له راتلو سره د نوي دور د پيلېدا چانس ډېر لږ تر سترګو کېږي.

سرمقاله کاږي، "د افغانستان نوى ولسمشر اشرف غني ښايي پر دې پوه وي، چې د سيمې امنيت او ثبات د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړيکيو پورې تړاو لري. دواړه هېوادونو ته ښايي چې په لومړي فرصت کې د افغانستان په ختيځو ولايتونو او همداراز په قبايلي سيمو کې رامنځته شوى کړکېج اواري ته لومړيتوب ورکړي."

په پاک افغان پوله تر ټولو لويه ستونزه د ترورېستانو د مرکزونو او پټنځايونو ده، که څه هم تر دې دمه دواړو هېوادونو د ترورېستانو پرضد عمليات کړي، خو ترڅو چې دا مرکزونه په بشپړه توګه له منځه وي وړل شوي او په دواړو غاړو کې ترورېستان موجود وي، د داړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ د تاوترېخوالي وېره ډېره ده".

سرمقاله همدا راز مخکې ليکي: " هلته [افغانستان] کې په رښتيا هم ډېرې مسئلې دي، خو تر ټولو ستره مسئله په افغانستان کې دننه له طالبانو سره خبرې اترې او د سولې پروسه ده، چې پاکستان پکې د افغانستان مرسته کوي او دا هغه مسئله ده، چې کابل او نړېوال به ترې د اسلام اباده اراده درک کولاى شي."

ايکسپريس:

د پاکستان ايکسپريس اردو ورځپاڼې بيا په افغانستان د ملي يووالي د حکومت په اړه سرمقاله ليکلي او وايي، چې په افغانستان کې ولسمشريزو ټاکنو پر سر راولاړه شوې ستونزه حل شوه، چې دا يو ښه او ډاډه کوونکى ګام دى.

سرمقاله مخکې کاږي: " يوه اصطلاح ده، چې په يوه تيکي کې دوه تورې نه ځايېږي، نو همداسې په يوه هېواد کې دوه باچايان او ولسمشران هم نه شي اوسېداى.

اوس چې په افغانستان کې دوه باچايان رامنځته شول، نو ګورو چې دا حکومت او سيستم به څومره دوام وکړي؟"

سرمقاله ليکي: " يقينناً چې په افغانستان کې په سوله ييز ډول د واک لېږد ډېر مهم پرمختګ دى او ددې هېواد په اوسني نظام کې له طالبانو پرته ددې هېواد ټولو ګوندونو ته ځاى ورکړل شوى، خو اوس ګورو چې دا نظام تر کومه چلېداى شي؟ که چيرې دې نظام خپله قانوني دوره په ښه توګه پوره کړه، نو بيا ويلاى شو چې په نزدې راتلونکي کې به دا په سيمه کې د پرمختګ کوونکيو هېوادونو په کتار کې ودرېږي."

نئي بات:

د "نئي بات" په نامه يوې بلې اردو ورځپاڼې بيا په د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د دفاعي_امنيتي تړون لاسليک په اړه راپور کې په دې اړه د پاکستان غبرګون ته اشاره کړې چې وايي، دا تړون به په سيمه کې د ثبات او امنيت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

راپور کاږي: " پاکستان تل ويلي، چې دا د امنيتي تړون لاسليکول يا نه لاسليکول د افغانستان و امريکا خپلمنځي مسئله ده، اوس چې دا تړون لاسليک شو، نو دا د افغان امنيتي ځواکونو لپاره ښه زېرى دى، چې د دوى ژغورنې او خونديتوب لپاره د ډال حيثيت لري."

ايکسپريس ټريبون Express Tribune:

د Express Tribune ايکسپريس ټريبون په نامه د پاکستان انګريزي ورځپاڼې هم په افغانستان کې د نوي حکومت او ددې هېواد و امريکا ترمنځ د دوه اړخيز دفاعي _ دفاعي تړون د لاسليکېدا په اړه راپور خپور کړى او ليکي:

"پاکستان د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخيز دفاعي امنيتي تړون لاسليکول ستايلي. پاکستان په دې باور دى، چې دا د افغانستان د امنيتي او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دى."

راپور د ولسمشراشرف غني د لومړۍ وينا په اړه د پاکستانيو چارواکيو غبرګون ته په اشاره ليکي: " د افغان ولسمشر لومړنۍ پاليسي وينا "مثبته وينا" وه، چې نوموړى پکې ژمنه وکړه، چې خپله خاوره به د پاکستان پرضد نورو ګاونډيو هېوادونو پرضد کارېدو ته پرېنږدي."

چمتوکوونکی: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG