د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۸

له نوي حکومته د افغان ځوانانو غوښتنه


یو شمیر افغان ځوانان له نوي حکومته غواړي چې د دوی حقونو ته پام وکړي او د کار او زده کړې زمینه ورته برابره کړي.

دغه ځوانان انتقاد کوي چې؛ د حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او زده کړو ته د پام وړ توجه نه ده شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت بیا وايي، د کافي بودیجې نشتوالی او محدود تشکیلات د دغه معینیت له جدي ستونزو څخه دي.

په عین حال کې د ځوانانو له حقونو مدافع ټولنې ټینګارکوي چې د افغان ځوانانو د ستونزو د حل لپاره باید دوی ته هم د هېواد د مهمو پریکړو په نیولو کې ونډه ورکړل شي.

وزګارتیا، ناقانونه کډوالي، په مخدره موادو روږدتیا او په ښوونیزو برخو کې ستونزې هغه موارد بلل کیږي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې افغان ځوانان ورسره مخ شوي دي.

ځوانانو له راتلونکي حکومته غواړي چې د پاسنیو ستونزو هواري ته اساسي کار وکړي.

یو شمېرځوانان وايي، له ښوونځیو ترفراغت وروسته یې پوهنتونو ته لارنه ده موندلې او د کار زمینه هم نه ده ورته برابره شوې.

په دې اړه به د دوو ځوانانو غږونه واورو، چې د سړکونو په سر کارکوي او له نوي حکومته غواړي چې د دوی ستونزو ته په جدي توګه پام وکړي:

″معلمي کولای شو، ماموریت کولای شو. خو کار نشته. هر کار مو له لاسه کیږي. موږ له نوي حکومته توقع لرو چې ځوانانو ته پام وکړي.″

″ځوانانو ته بنیادي کارنه دی شوی تراوسه پورې. ځوانان چې له مکتب یا پوهنتون څخه فارغیږي کار نه ورته پیدا کیږي.″

دوی وايي، د فساد موجودیت، د بډې اخیستل او په دولتي ادارو کې د واسطې چلیدل د دوی د وروسته پاتې کیدو عوامل دي او له همدې امله اړ شوي چې د سړکونو په سر عادي کارونه وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت وايي په تېرو څو کلونو کې د ښوونې او روزنې،ورزش او کارموندنې په برخه کې د ځوانانو د ستونزو هواري ته ډېرې هڅې وشوې.

ددغه معینیت سرپرست سیدمصطفی سعیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که څه هم هڅې وشوې خو د ځوانانو د ستونزو هواري ته ښه بودیجه او پراخ تشکیل په کار دی:

″یومستقل وزارت د ځوانانو لپاره جوړ شي یوه مستقله او کافي بودیجه ولري په مرکز او ولایتونو کې.

هغه وخت کولای شو د ځوانانو لپاره هڅه وکړو څو یې ستونزې هوارې شي.″

له دې ټولو سره سره په تېروڅو کلونو کې پر دولتي ادارو سربېره یو شمیر خصوصي بنسټونو لکه ښوونځیو،د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

ډیری ځوانان چې له دولتي پوهنتونونو پاتې راغلي همدغو خصوصي پوهنتونونو ته یې مخه کړې خو بیا هم د تل په څېر له پوهنتونه ترفراغت وروسته د کار زمینې نه دي ورته برابرې شوي.

تر ټولو لوی انتقاد دغو ځوانانو ته په سیاسي پریکړو کې ونډه نه ورکول دي چې د ځوانانو اکثر مدافع ټولنې يې مطرح کوي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه یوله همدغو ټولنو ده چې د ځوانانو په برخه کې کار کوي او د ملي یووالي له نوي حکومته غواړي چې ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې ونډه ورکړل شي.

د دې شبکې عمومي رییس سنګرامیرزاده په دې اړه داسې وايي:

″یو وزارت د ۶۵ سلنه نفوس نه شي کولای ځوابګوی وي. مونږ مختلفو وزارتونو سره سر او کار لرو. باید داسې یوه اداره رامنځته شي چې هغه فقط د ځوانانو لپاره کار وکړي د جمهور رییس تر اثر لاندې کار وکړي.″

د ښاغلي کرزي له دیارلس کلنې واکمنۍ وروسته اوس وخت ځوانانو د ملي یووالي حکومت ته سترګې په لار دي څو د دوی اساسي ستونزو ته جدي پام وکړي.

که څه هم د جمهوري ریاست کاندیدانو هر یوه د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ځوانانو ستونزې جدي وبللې خو دا لا معلومه نه ده چې د دوو مخکښو انتخاباتي ټیمونو په موافقې جوړ حکومت به د ځوانانو ستونزې هواري کړای شي که څنګه.؟

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG