د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

په تیرو۱۳کلونوکې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د پام وړلاسته راوړنې


د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکي وايي چې؛ په تېرو 13 کلونو کې یې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د پوهنې وزارت وایې چې، دا مهال په ټول افغانستان کې یوولس نیم ملیونه زده کونکي په ښونځيو کې زده کړي کوي.

د لوړو زده کړو وزارت مسولین هم وایې چې؛ اوس مهال د افغانستان په پوهنتونونو کې د محصلینو شمېردرې لکه ته رسیږي چې یوه پر دریمه برخه یې نجونې دي.

که څه هم په تیرو 13 کلونو کې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د کمیت له پلوه پرمختګونه شوي خو په دې بهېرکې د کیفیت له پلوه بیا هم یو شمېر ستونزې موجودې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې؛ دا مهال یوولس نیم میلیونه هلکان او نجونې په هېواد کې په زده کړو بوخت دي، په داسې حال کې چې دیارلس کاله وړاندې دا شمېره یوازې یو میلیون ته رسیده.

د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل ازادۍ راډيو ته د دغه وزارت د لاسته راوړنو په اړه وویل:

″زموږ هڅو دا پایله ولرله چې نن موږ او تاسو په ټول افغانستان کې یوولس نیم ملیونه زده کوونکي لرو، 17 زره 7 سوه ښوونځي لرو،دوه لکه 21 زره ښوونکي ،د دې ترڅنګ څلور ملیونه هغه کسان چې د ښوونځي له سن نه وتلي وو هغوي ته د سواد زده کړي لپاره زمینه برابره شوه، اوس که دخدای رضاه وي دکال تر اخره به زمونږ 38 فیصده هیواد وال با سواده او وسیږي.″

د پوهنې وزارت چارواکي همدارنګه وايې، نړېوال هم د افغانستان د پوهنې د بهیر پرمختګ تاییدوي او له دې بهیرسره يې دلاډيرو مرستو ژمنې کړي.

د پوهنې وزیرغلام فاروق وردګ ویلي چې راتلونکی نظام باید د پوهنې په برخه کې د مالي ستونزو له اړخه کومه اندیښنه ونه لري.

د ښاغلي وردګ په وینا یوازې نړېوالې ټولنې چې پخوا یې د افغانستان د پوهنې له برخې سره د کال ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کوله اوس د ۱۲۳ ملیونو ډالرو مرستې ژمنه کوي.

سره له دې چې د طالبانو د پنځه کلن رژیم پرمهال د افغانستان تعلیمي نظام په نشت حساب و، خو د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته اوس مهال افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې مهمې لاسته راوړنې لرې.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايې سره له دې چې د لوړو زده کړو پیل له صفره و، خو دا مهال درې لکه محصلین لري چې 30 فیصده يې انجونې دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نوربخش د نورولاسته راوړنو ترڅنګ د څلویښتو هغو ترکي محصلینو یادونه هم کوي چې دا مهال د کابل او هرات په پوهنتونو کې لوړې زده کړي کوي.

نوموړي همدارنګه وویل چې؛ اوس مهال پنځه لس زره محصلین په بهرنیو هېوادونو کې زده کړي کوي:

″موږ له صفره شروع کړی، اوس موږ درې سوه زره محصلین لرو،چې 30 فیصده يې انجوني دي او نور هلکان، مونږ کله چې په دوه زره لومړي کال کې اته پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسات درلودل اوس څلور دیرش پوهنتونونه موجود دي،او دوه نوي د لوړو زده کړو خصوصي موسسات،همدارنګه په بهرنیو هیوادونو کې مونږ 15 زره محصلین لرو چې په زده کړو بوخت دي.″

که څه هم په افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله ډير پرمختګونه، له ځنډ او خنډ سره مخامخ شول خو یو شمیر څیړونکي وايې چې افغانستان په وروستۍ لسيزه کې په بیلابیلو برخو کې د بدلونونو شاهد و.

دوي وايې چې، په دې لسيزه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو شمېر په بې سارې ډول زيات شول.

خو له دې سره سره لا هم یو شمیر داسې بنسټیزې ستونزې پر ځای پاتې دي، چې محصلین او زده کوونکي یې د زده کړو پر مخ لوی خنډونه ګڼي.

یو شمېر محصلینو او زده کوونکي په دې اړه وویل:

″نوم مې احمد شاه فقیري دی، په ښوونیځو کې ستونزې اوس هم موجودي دي، لکه دکتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت، دا خبره سمه ده چې پرمختوګونه شوي دي له دې سترګې باید پټې نه شي ، خو ترڅنګ يې یو شمیر ستونزو بیا هم په ځای پاتي دي.″

″نورمحمد شاه یم دکابل پوهنتون یو تن محصل سره له دې چې په تیرو 13 کلونو کې د لوړو زده په برخه کې دپام وړ لاسته راوړنې وې خو اوس هم محصلین له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په لیلې کې مو امکانات کم دي له محصلینو سره تعصبي چلن او ګڼې نورې ستونزې دي.″

″زما نوم فاروق دی، د افغان محصلینو پر مخ دوه ستونزې دي، یو د خارجي بورسونو ناسم وېش، او په دې برخه کې واسطه بازي او بله هم په افغاني پوهنتونونو کې عملي کار ته نه پاملرنه ده.″

په عین حال کې یو شمېرافغان څيړونکي وايې چې د افغانستان نوي حکومت نه دا تمه ده چې د محصلینو او زده کوونکو ستونزو ته جدی پام وکړي.

د مدني ټولني غړی او څیړونکی عطا الله ویسا وایې، افغان حکومت په تیرو 13 کلونو کې ونه توانید چې دپوهنې او لوړو زده کړو په نظام کې د فساد مخه ونیسي.

نوموړي له نوي حکومت نه غوښتنه وکړه چې په فساد کې ښکیل کسان ونیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG