د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

حامد کرزی: د سولې لپاره پروګرام مو بریالۍ نه وو


حامد کرزي د افغان ولسمشرپه توګه ملت ته په خپله وروستۍ وینا کې ومنله چې د ده د حکومت د سولې پروګرام بریالی نه و.

ښاغلي کرزي په دې وینا کې د خپلې ۱۳ کلنۍ واکمنۍ د اجراآتو ستاینه او دفاع وکړه او پر افغانانو یې غږ وکړ چې د ملي وحدت له راتلونکي حکومت سره چې نن به د چارو واګي وروسپارل شي، د سولې په ټینګښت او نورو چارو کې همکاري وکړي.

افغان ولسمشرحامد کرزي سوله د خلکو هغه هیله وبلله چې د ده په مشرۍ حکومت یې په تر لاسه کولو بریالی نه شو.

ښاغلي کرزي د افغان ولسمشرپه توګه د کارپه وروستۍ ورځ په خپله وینا کې وویل، سولې ته د رسېدو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې خو حکومت یې په دې کار بریالی نشو:

″د دایمي او سرتاسري سولې د استقرار لپاره مې ډېرې هڅې وکړې خو دا آرزو مو په بشپړډول تراوسه متاسفانه سرته نه ده رسېدلې.″

ښاغلي کرزي وویل، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د خلکو په ویر او خوښیو کې شریک واو د ترور او د بهرنیانو د بمباریو د پېښو پرمهال د خلکو په څنګ کې پاتې شوی دی.

ولسمشر کرزي پرافغانانو غږ وکړ، چې له راتلونکي حکومت سره د سولې په ټینګښت کې همکاري وکړي:

″سوله مو هېواد ته حتما راځي. خو زموږ هڅه دا ده چې ژرترژره راشي او موږ ټول هېوادوال به د نوي جمهوررییس او حکومت د سولې د هڅو په خدمت کې واوسېږو.″

ولسمشرکرزي له خلکو وغوښتل چې د انتخاباتي سیالیو دوره هېره او د ملي وحدت له نوي حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي د هېواد له رسنیو او سیاسستوالو هم وغوښتل چې د نوي حکومت د بریا لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او ژمنه یې وکړه چې دی به هم له راتلونکي ولسمشر او حکومت سره همکار وي.

په پام کې ده چې منتخب ولسمشر نن لوړه وکړي او ښاغلی کرزی د بهرنیو مېلمنو په ګډون په ارګ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د چارو واګي اشرف غني احمدزي ته وسپاري.

تمه ده چې ښاغلی احمدزی به د قاضي القضات پر وړاندې له لوړې وروسته د ملي وحدت د حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله معرفي کړي او ښاغلی عبدالله به د ولسمشر پر وړاندې لوړه وکړي.

XS
SM
MD
LG