د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۹

الکساندر: کافي شواهد شته، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي


د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت چارو وزیر او په کابل کې د دې هېواد لومړنی سفیر وایي، چې طالبان د پاکستان د حکومتي ادارو پراخ ملاتړ له ځان سره لري.

کریس الکساندر د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه د نه منلو ده او باید مخه یې ونیول شي.

افغان امنیتي چارواکو هم له دې وړاندې پاکستان د تروریستي ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت وزیراوپه کابل کې د هغه هېواد لومړنی سفیر وایي، چې پاکستان د طالبانوپه ملاتړ سره ځانګړي اهداف تعقیبوي.

کریس الکساندر، که څه هم د پاکستان اهداف مشخص نه کړل، خو وې ویل په افغانستان کې د اسلام اباد لاس وهنه او له طالبانو د هغوی ملاتړ د نه منلو کار دی.

الکساندر، چې د نوي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په هدف کابل ته راغلی، د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه داسې وویل:

″موږ د یوه دولت په توګه د طالبانو اسلامي امارت د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړی دی، موږ په ډیره واضحه توګه ویلې، چې د طالبانو مرکزونه او شوراګانې په کوټه، میرانشا، بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په یو شمېرسیمو کې دي، کافي او معتبر شواهد موجود دي، چې د پاکستان دولتي ادارې د طالبانو ملاتړ کوي، دا د نه منلو کار او افغانانو ته زیان اړونکی دی.″

افغان چارواکوهم له دې وړاندې د پاکستان د لاسوهنو او له تروریستي ډلو د هغوی د ملاتړ په اړه انتقادونه کړي او ویلې یي دي، چې په افغانستان کې د مخالفینو روانې جګړې د پاکستان د پوځ له خوا رهبري کیږي.

په یوه نوي اقدام کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرضراراحمد عثماني د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د راکټي حملو په اړه شکایت وکړ او د بندیدو غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د کاناډا د کډوالۍ وزیر، چې شپږکاله په کابل کې سفیر پاته شوی، ډاډ ورکوي، چې هېواد به یې له نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د اقتصاد د پیاوړتیا ترڅنګ د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم کارکوي.

خو کریس الکساندر وایي، په افغانستان کې سوله او امنیت هغه وخت راتلای شي، چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ملاتړي ودرول شي:

″ترهغو به امنیت را نه شي، چې د طالبانو ملاتړ ونه درول شي، موږ غواړو له نوي افغان ولسمشر سره کار وکړو څو یو سیمه ییز حل پيدا کړي، چې نور ګاونډي هېوادونه د طالبانو ملاتړ ونه کړي.

موږ به مرسته وکړو، چې د افغانستان او پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د سیمه ییزې همکارۍ فضا رامنځ ته شي، د نړۍ په نورو برخو کې داسې کارونه د منلو نه وي، زه نه پوهیږم، چې ولې دا سې سرحدي سرغړونې او لاسوهنې دلته منل شوي دي.″

نوموړی وایي، چې طالبان، القاعده، داعش، لشکر طیبه او نورې تروریستي ډلې په ځینو وختونو کې ګډ اهداف تعقیبوي او باید د پراخو هڅو په اساس یې د فعالیتونو مخه ونیول شي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې تل په پاکستان ورته تورونه لګول شوي، خو دې هېواد رد کړي او ویلې یي دي، چې له تروریزم سره صادقانه مبارزه کوي.

د پاکستان د دې دوه ګوني چلند د مخنیوي لپاره اوس ټولې سترګې نوي افغان حکومت ته دي، چې دوی به په دې برخه کې څه وکړي؟

راپور: اسدالله ″لودین″

XS
SM
MD
LG