د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

ژمی او د روسیې او اوکراین ترمنځ د ګازو پر سر لانجې


ژمی په را رسیدو دی، خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سون د ګازو پر سر جنجال لا هم پر خپل ځای پاتې دی. د اروپايي ټولنې یو چارواکي ویلي دي چې؛ په ژمې کې اوکراین ته د روسیې د ګازو د دوام په اړه یو پیشنهادي توافق ترلاسه شوی دی. خو اوکرایني چارواکي وايي، تر اوسه په دې برخه کې هیڅ ډول پریکړه نه ده شوې.

اروپايي ټولنې، اوکراین او روسیې د طبیعي ګاز د بهیر د روان ساتلو په اړه هوکړه وکړه؛ دا هغه څه دي چې، کولای شي د سږ کال په ژمې کې په اوکراین او د اروپايي ټولنې په نور غړو هیوادونو کې د انرژۍ د کمښت مخه ونیسي.

د اروپايي ټولنې د انرژۍ کمیشنر "ګونټر اویټینګر" په برلین کې په دې اړه له درې اړخیزې غونډې وروسته وویل؛ اوکراین باید روسیې ته د اکټوبر د میاشتې تر پای پورې دوه ملیارده ډالر او د دې کال په پای کې یو میلیارد او سل میلونه ډالر د نه پرې شویوو پورونو له درکه ورکړي.

”فکر کوم دا د هواري یوه د منلو وړ لاره ده. اساساً په دې معنی ده چې، اوکراین خپل ځان اړ بولي څو له خپلو روسي شریکانو سره هغه حسابونه پاک کړي؛ چې تصفیه شوې نه دي. یعنې د اکټوبر د میاشتې تر پای باید لږ تر لږه دوه میلیارده ډالر ورکړي. اروپايي ټولنه به مخکې له مخکې د پیسو له نړیوال صندوق څخه تضمین تر لاسه کړي.“

نوموړي وویل، اوکرایني او روسي چارواکي باید د وړاندیز شوې هوکړه لیک په اړه له خپلو حکومتونو سره سلامشورې وکړي.

خو د اوکراین د انرژۍ او سکرو وزیر "یوري پروډان" وايي چې؛ تر اوسه د ګازو د بیې په اړه له روسیې سره هیڅ ډول توافق نه شته.

د اوکراین د ګازو او نفتو د دولتي شرکت رییس "اندري کوبالوف" پرون ژمنه وکړه؛ چې د ګازو د لوړې بیې او د روسیې د ادعا پر وړاندې به چې وايي؛ اوکراین یې ملیاردونه ډالر پوروړی دی؛ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نوموړی د خپل فیسبوک په پاڼه کې لیکلي؛ هیڅ وروستۍ پریکړه نه ده شوې او هیڅ ډول سند هم نه د لاسلیک شوی.

د دې وړاندیز شوې توافق پر بنسټ که چیرې مسکو د اکټوبر میاشتې تر پای پورې دوه ملیارده ډالر او همدارنګه د ګازو د راتلونکې وراداتو په اړه مخکې له مخکې پیسې تر لاسه کړي؛ روسیه به پنځه ملیارده مکعبه ګاز اوکراین ته ورکړي. د زرو مترو مکعبو ګازو بیه درې سوه پنځه اتیا ډالر ټاکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG