د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۵۴

نوی ولسمشر او اجراییوي رییس سبا (دوشنبه) لوړه کوي


سبا د دوشنبې په ورځ به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پرځای شي. ټاکل شوې ده چې، په دې مراسمو کې به اشرف غنی احمدزی د ولسمشر او عبدالله عبدالله د ملي وحدت د حکومت د اجراییوي رییس په توګه لوړه وکړي.

ولسمشر حامد کرزې پرون په کابل کې د یو شمیر هیوادو د سفیرانو ډیپلوماټانو سره په کتنه کې وویل؛ چمتوالی نیول شوی دی او د دوشنبې له ورځې به نوې ولسمشر ته واک وسپاري.

”تایید شوه چې، نوی ولسمشر به د قاضي القضات پر وړاندې لوړه کوي او د ولسمشر له لوړې وروسته به اجراییوي رییس د ولسمشر پر وړاندې د وفادارۍ لوړه کوي. د لوړې د مراسمو د پرځای کولو کیمسون ته لارښوونه شوې ده چې داسې چمتوالی ونیسي.“

چارواکي وايي، د سلګونو کورنیو او بهرنیو میلمنو پر وړاندې به د لوړې مراسم په شانداره توګه ترسره شي.

د چارو د ادارې د ریاست او د وزیرانو د شورا د دارلانشا ویاند جواد ناجي پرون د ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوې ولسمشر د لوړې د مراسمو د چمتوالي په اړه وویل:

”د ولسمشر د لوړې د مراسمو کمیسون له میاشتو راهیسې په منظمه توګه غونډې کولې. موږ په دې اړه بشپړ چمتوالی لرو او د میلمنو هرکلی ته چمتو یوو. په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه شته. هیلمن یوو چې، د افغانستان د نوې ولسمشر د لوړې مراسم په ښه او ویاړلې توګه پرځای شي.“

ښاغلی کرزی چې، د دریارلس کلنې واکمنې وروسته په ډیموکراټیکه توګه واک نوې ولسمشر ته سپاري وايي چې؛ د افغانستان د یو وګړي په توګه به د نوې ولسمشر ملاتړ او ننګه وکړي. د ا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې؛ واک په دیموکراټیکه او ولسواکه توګه له یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته انتقالیږي.

کار پوهان وايي چې، په هیواد کې د امنیت ټینګښت، اقتصادي وده او له اداري فساد سره سخته مبارزه د نوې حکومت پر وړاندې له پرتو مهمو لومړنیو کارونو څخه دي.

د کابل د پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د امنیت مساله تر بل هر څه مهمه ده.

راپورونه وايي چې، د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي او دفاعي تړون به د نوې ولسمشر د لوړې له مراسمو ورسته په کم وخت کې لاسلیک شي. د دې تړون لاسلیک چې امریکا او لویدیځ پرې ډیر ټینګار کوي د روان میلادي کال له پای ته رسیدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څرنګوالی ټاکي.

XS
SM
MD
LG