ځينو بهرنيو خپرونو او ورځپاڼو د افغانستان پر راتلونکي حکومت او د هغه پر لومړيتوبونو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
ايکانوميست مجله:
ايکانوميست مجلې د افغانستان په اړه تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: ”ډيموکراسي، په افغاني بڼه“.
مجلې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ انتخاباتي سياليو ته اشاره کړې او ليکلي يې دي: دواړه سيالان اوس په تصميم نيونه او د قدرت په وېش کې شريک دي.
ايکانوميست مجله په ليکنه کې زياتوي: دا ډېره عملي نه ښکاري چې ډاکټر عبدالله دې کوم بل څوک د اجرائيه مشر په توګه معرفي کړي، ځکه نو دواړه مشران اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله به له خپلو مرستيالانو سره سبا قدرت په لاس کې واخلي.
مجله دغه راز ليکي: د نوي ولسمشر سمدستي اقدام، له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکول دي، چې پر اساس يې د امريکا د ٩٨٠٠ او د نورو هېوادونو د ٤٠٠٠ سرتېرو برخليک مشخص کېږي او دوى به د افغان قواوو د روزنې او سلا مشورې مسووليت لري.
ايکانوميک ټايمز:
د هند ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې بيا په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې: نوى افغان حکومت به له امريکا سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي.
په ليکنه کې د ولسمشر کرزي د امنيتي سلاکار رنګين دادفر سپنتا خبرې رااخيستل شوي چې پرون يې په هرات ولايت کې يوې غونډې ته ويلي، د کابل او واشنګټن ترمنځ به امنيتي تړون د سې شنبې په ورځ لاسليک شي.
ايکانوميک ټايمز د ليکنې په دوام زياتوي، ټاکل شوې د افغانستان نوى منتخب ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړي او حامد کرزى به ورته واک سپاري.
ورځپاڼه ليکي، دا د افغانستان په تاريخ کې لومړى وار دى چې واک په سوله ييز ډول بل حکومت ته انتقالېږي.
دغه هندۍ ورځپاڼه زياتوي، د تېر ميلادي کال په نومبر مياشت کې مشورتي لويې جرګې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک ملاتړ وکړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل چې ژر تر ژره يې لاسليک کړي، خو ښاغلي کرزي يې له لاسليک ډډه وکړه.
باستن ګلوب:
د امريکا چاپ باستن ګلوب ورځپاڼې په غزني کې د سخت دريځو وسلوالو له خوا د ملکيانو پر وژنې ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې په يوه برخه کې راغلي: وسلوالو طالبانو په غزني ولايت کې له دوولسو ملکيانو چې ډېرى يې د يوه محلي پوليس د کورنۍ غړي وو، د جمعې او شنبې ترمنځ شپه کې سرونه پرې کړل.
باسټن ګلوب، پر دې ټکي هم تمرکز کړى، چې د وسلوالو طالبانو وياند په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
ورځپاڼه ليکي: د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د ناټو پوځيان فعاليت نه لري، خو وروسته په ليکنه کې زياتوي، په افغانستان کې له انسانانو د سرونو پرې کول نوې خبره نه ده، خو په تېرو وختونو کې د طالبانو په جګړو دغسې پېښې شوې دي.
ورځپاڼې د غزني د امنيې قوماندانۍ د مرستيال اسد الله ساپي خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي: وسلوالو طالبانو تېره اوونۍ په اجرستان ولسوالۍ کې پر څو کليو حملې وکړې.
باسټن ګلوب ورځپاڼه ليکي، په اجرستان کې ملکيانو، افغان پوځيانو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو ارقام ځکه دقيق نه دي چې اجرستان د غزني يوه ليرې پرته سيمه ده.