د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

لودین: نوی حکومت دې د بهرنۍ پالیسي د پیاوړتیا لپاره کار وکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی سیاسي مرستیال ټينګار کوي چې؛ نوي حکومت ته په کار ده چې، له موجوده فرصتونو څخه په استفادې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا په برخه کې جدي ګامونه واخلي.

جاوید لودین له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل؛ چې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له بهرنیو هیوادونو سره د افغان حکومت اړیکې ښې وې؛ خو یوازې له امریکا او پاکستان سره سیاسي روابط یو څه زیانمن شول.

ښاغلي لودین وویل، چې راتلونکی حکومت باید د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د حامد کرزي له تجربو ګټه واخلي او په دې برخه کې نیمګړتیاوې هم پوره کړي:

"یو شمیر ستونزې موجودې وې، له هغې جملې څخه زموږ سیاست د پاکستان او امریکا په مقابل کې و، له امریکا سره په اړیکو کې موږ له یوې خوا د افغانستان اوسني واقعیت سره مخ وو او له بلې خوا د ولسمشر کرزي له موقف ګیري وه چې؛ حتی د دې احتمال هم موجود وو؛ چې له امریکا سره زموږ اړیکي قطع شي چې؛ دا کار د بحران سبب هم کیده. نو اوس د افغانستان نوي رهبرانو ته دا یو فرصت دی؛ ولسمشر کرزي چې کومې خبرې مطرح کړي دوی اوریدلي؛ نو تصمیم د دوی په لاس کې دی."

دا په داسې حال کې ده چې، ولسمشر حامد کرزي هم له دولتي چارواکو سره د مخه ښې په غونډه کې وویل؛ چې په تیرو څو کلونو کې پاکستان د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پېژندل او د افغاسنتان د بهرني سیاست کنټرول غوښت چې؛ افغان حکومت ورته عملاً چمتو نه وو.

حامد کرزي وویل، چې د خپلې واکمنۍ په دواړو پړاونو کې یې د نړۍ له هیوادونو سره متوازنې اړیکې پاللي دي.

د بهرنیو چارو پخوانی سیاسي مرستیال جاوید لودین هم د متوازنو بهرنیو اړیکو په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي تګلاره ستایي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ایران او امریکا خرابو سیاسي اړیکو ته اشاره وکړه؛ خو ویې ویل، چې افغان ولسمشر حامد کرزي وتوانید؛ چې له دې دواړو هیوادونو سره اړیکې ښې وساتي:

"مختلفو هیوادونو چې کومې ستونزې په خپلو کې درلودلې مثلاً د ایران روابط له امریکا سره داسې امکان موجود و چې؛ افغانستان د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د مبارزې په یوه ډګر بدل شي؛ چې خوشبختانه دا کار ونشو."

له دې سربیره له هند او پاکستان سره د حامد کرزي متوازنې سیاسي اړیکې هم د پام وړ دي.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال وایي؛ په تیرو ۱۳ کلونو کې یوازنی هیواد چې ډير منفي سیاست يې خپل کړی و؛ هغه پاکستان و چې، نه يې غوښتل په افغانستان کې یو قوي حکومت رامنځ ته شي.

نوموړي همدارنګه هیله وښوده چې؛ نوی حکومت به وکولای شي چې؛ د پاکستان نقش ته تغیر ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG