د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

اکبر اغا: د امنیتي تړون په لاسلیک کې دې بيړه نه کېږي


که څه هم نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ویلي؛ چې له امریکا سره د امنیتي سند لاسلیک کېدل یې په لومړیتوبونو کې دی؛ خو د افغانستان د ژغورنې په نوم یوه شورا وایي، چې د دې سند په لاسلیک کې باید بیړه ونه شي.

د دې شورا مشر او پخوانی طالب قومندان سیداکبر اغا د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل؛ چې نوی حکومت باید د یاد تړون دلاسلیک په برخه کې په افغانستان کې ټول پوښتنه وکړي او بیا خپله پریکړه وکړي.

سیداکبراغا زیاته کړه چې، دوی به ډیر ژر په دې اړه دافغانستان له نوي منتخب ولسمشر داکتر اشرف غني احمدزي او اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره وګوري:

"موږ د امنیتي تړون د لاسلیک په برخه کې خواست کوو؛ چې دا دې له ملت سره راجمع شي؛ علما دې په ډير ښه او پراخ فکر په ارامي سره ورباندې فکر وکړي؛ داسې نه چې په تلوار، په ډير ارام فکر سره دې د باخبره خلکو، علما، مجاهدینو قومي مشرانو سپین ږیرو سره دې مشوره وکړي؛ چې هرڅنګه هغوی تصمیم ونیو هغه سې دي وشي."

ښاغلي اکبراغا د خلکو له مشورې پرته د امریکا متحده ایالاتو سره د یاد تړون لاسلیک کېدل د ولس په زیان وبلل او زیاته یې کړه چې؛ د یاد تړون په لاسلیک سره به ولس د امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو پرمهال دواړو کاندیدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ویلي وو؛ چې د بریالیتوب په صورت کې به د یوې اوونۍ په اږدو کې له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي معین جاوید لودین آزادۍ راډیو سره خبرو کې د امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون لاسلیک کېدل د هېواد په ګټه وبلل او زیاته یې کړه چې؛ له دې سره به په هېواد کې د بهرنیو هیوادونو د مداخلې مخه ونیول شي.

"هیله مند یم چې، د افغانستان حکومت دا ظرفیت پیدا کړي چې؛ له دې تړونونو څخه قوي استفادي وکړي؛ ترڅو هغه لاسته راونې چې په تیرو ۱۳کلونو کې مو دلاسه ورکړې؛ دغه فرصت دلاسه ورنه کړو."

ښاغلي لودین زیاته کړه، چې د امریکا سره دامنتي تړون د لاسلیک خبرې تر‌ډیره پرمخ تللي او نوي حکومت ته په کار دي؛ چې ژر دغه تړون لاسلیک کړي.

تیر کال په کابل کې مشورتي لویې جرګی هم له امریکا سره د امنیتي سند لاسلیک کېدل ومنل. خو حامد کرزي د دې لپاره لاسلیک نه کړ؛ چې په خبره یې امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې د عملي هڅو ډاډ ورنه کړ.

XS
SM
MD
LG