د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

په بلوچستان کې ډار او وژنو ازاد ژورناليزم ګونګى کړى


په بلوچستان ايالت کې له تېرو شپږو کلونو راهيسې په لسګونو ژورناليستان وژل شوي، خو د هيڅ يوه قاتلين هم نه رسوا شوى او نه نيول شوى. ژورناليستان وايي خبريالان د استخباراتي ادارو، وسلوالو سازمانونو او سياسي ګوندونو درېواړه له خوا ګواښل شوي دي، ځکه په دې ايالت کې د ژورناليزم ژبه ګونګه ده او له داسې کارونو او پېښو پرده نه شي پورته کولاى، چې څوک خوا په بدوي.

په بلوچستان کې د ريښتيني ژورناليزم سفر دومره خونړى او ډاروونکى شو، چې ځينې ژورناليستان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځينې پکې نورو سيمو او هېوادونو ته کډې کوي. د اګست پر ٢٨مه د دوو ژورناليستانو له وژلو لا يوه اوونۍ تېره نه وه، چې يوه بل ژورناليست هم له کوټې کډه کولو ته اړ شو.

حبيب الرحمن تاثير له تېرو څلورو کلونو په کوټه کې د جرمني له المان ږغ راډيو له پښتو څانګې سره کار کاوه، خو شاوخوا شل ورځې وړاندې يې ناڅاپه کوټه پرېښوه او له خپلې کورنۍ سره د افغانستان غزني ولايت ته کډه شو:

"ماته چې د ځينو کسانو له لوري د مرګ ګواښونه وشول، هغوى ويل چې موږ د يو تنظيم خلک يو، په پريس کلب کې زموږ ځينو خبريالانو ملګرو ته هم زما په اړه ټليفونونه شوي او ورته ويلي وو، چې دغه سړى مشکوک دى، ماته يې هم پخپلو ګواښونو کې وويل، چې ستا راډيو مشکوکه ده او ته چې کوم رپوټونه جوړوې، هغه زموږ د پاليسۍ خلاف دي، دا تور يې هم راباندې ولګاوه، چې ته له يوې بهرنۍ ايجنسۍ [استخباراتو] سره کار کوې، ځکه موږ تا نه پرېږدو، وژنو دي"

تاثير شاعر او ليکوال هم دى، ازادي راډيو ته په را لېږليو خبرو کې يې وويل، چې ناڅرګندو کسانو په ټليفون د اولادونو او د ده د وژلو ګواښونه ورته وکړل، ځکه يې پوليسو ته هم خبر ور نه کړ او په څو ساعتونو کې له کوټې و ووت:

"په دغو ګواښونو کې دوى زما د زوى نوم را واخيست، چې په يوه ښوونځي کې د اتم ټولګي زده کوونکى وو، زما د يوې لور نوم يې را واخيست، چې په لومړي ټولګي کې يې سبق وايه، د هغوى د ښوونځي نوم او ځاى يې را وښوو، نو د ځان له ويرې نه، د هغوى له ويرې ما کوټه پرېښوده"

د ډان ټلويزون خبريال سيدعلي شاه وايي، په بلوچستان کې چې څوک ژورناليستان وژني، هغوى ازاد ګرځي او له سزا مستثنى دي، ځکه هغوى په پرله پسې ډول په لوى زړه ژورناليستان بيا- بيا وژني او ګواښونه ورته کوي. له سيدعلي شاه مي وپوښتل، چې آيا په بلوچستان کې يواځې د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو د فعاليت او د وسلوالو طالبانو د موجودګۍ په اړه څېړنيز ژورناليزم ګران دى، که پر نورو موضوعاتو هم پلټونکې خبريالي د لړم نېښ ته ګوته وروړل دي؟، دى وايي:

"دا خو سرې کرښې دي، تر دې خو ژورناليستان نه شي تېرېدلاى. دا عام خبرونه چې دي، يو سردار د يوه سردار، بل نواب د بل نواب خلاف خبر ورکوي، دلته قبايلي ستونځې دومره ډېرې دي، چې هر سردار، نواب يا فيوډال دومره توان لري، چې که يو ژورناليست وتښتوي، نو د دې ملک امنيتي ادارې دومره توان نه لري، چې هغه ژورناليست را خلاس کړي. ته چې د کومو موضوعاتو خبره کوي، هغه خو ډېر حساس موضوعات دي، هغه يقيناً دلته څوک نه شي څېړلاى، دلته موږ ولس ته د ټولنې، د چارواکيو، حکومت يا د ادارو سهي تصوير نه شو ور ښکاره کولاى"

ژورناليست شاهزاده ذوالفقار وايي، په بلوچستان کې چې د ژورناليستانو په قاتلينو پسې پل نه دى اخيستل شوى، يو علت يې دا دى، چې پوليس پخپله دا توان نه لري او ځايي پوليس ډارېږي، چې که په داسې وژنو کې د لاس لرونکيو کسانو په خلاف اقدام وکړي، خپل ژوند به يې له خطر سره مخامخ شي:

"د ژورناليستانو د قاتلينو په نيولو کې که استخباراتي ادارې او پوځ مرسته ونه کړي، دا به ډېره ګرانه وي، چې پوليس دي د ژورناليستانو يو قاتل هم ونيسي، ځکه هغه خلک چې ژورناليستان وژني، ډېر زورور خلک دي عام خلک نه دي، پوليس د دوښمنۍ په اساس يو قاتل نيولاى شي، د موټرسايکل او بايسکل غل نيولاى شي، خو دا ډېر د لوړې سويې هدفي وژنې دي او ترهګري ده، په دې کې هغه ډلې لاس لري، چې د پوليسو لاس نه شي ور رسېداى"

د بلوچستان د ژورناليستانو د اتحاديې د شمېر له مخې په دې ايالت کې له ٢٠٠٨م کاله راهيسې ٣٨ ژورناليستان وژل شوي دي، چې په هغوى کې ٢٧ تنه د خپل کار په خاطر په هدفي ډول وژل شوي دي، چې د ځينو مسووليت وسلوالو پر غاړه اخيستى دى، خو د وروستيو وژل شويو ژورناليستانو مسووليت هيچا هم نه دى منلى. له شاهزاده ذوالفقاره مي وپوښتل، چې د کومو ژورناليستانو د وژنو مسووليت څوک ونه مني، آيا د وژنو مرتکبين يې څوک کېدلاى شي؟:

"په هدفي حملو کې د اوو وژل شويو کسانو مسووليت منل شوى، بلوچ ليبرېشن فرنټ، بلوچ ليبرېشن آرمي يا نورو منلى دى، د نورو ژورناليستانو د وژنو په اړه د هغوى مور پلار وروڼه وايي، دوى چې چا تښتولي او تر وژنې وروسته يې غورځولي يا په هدفي ډول وژل شوي، استخباراتي ادارې پکې لاس لري يا هغه د استخباراتي ادارو په لارښوونه هغو ډلو وژلي، چې له خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو سره جنګېږي"

په کوټه کې د پوليسو د تحقيقاتو د څانګې مشر اسدشاه ازادي راډيو ته وويل، چې د وروستيو دوو ژورناليستانو د وژنو په قضيه کې يې د پلټنې لپاره د شپږو لوړپوړيو پوليس افسرانو په شمول د څو پوليس عسکرو ډله جوړه کړې او ګړندۍ هلې ځلې کوي، چې ژر د هغوى تر قاتلينو پورې ورسېږي:

"تر اوسه چې موږ څومره پلټنې کړي، د دغو ژورناليستانو په وژنو کې د لاس لرونکيو کسانو څرک مو لګولى، خو په دې لا خبر نه يو، چې د هغوى هويت څه دى، خو دومره پوهېدلي يو، چې هغوى پر ژورناليستانو [پخپل دفتر کې] څه ډول بريد کړى او څنګه تښتېدلي دي، پلټنې مو روانې دي، لا پاى ته نه دي رسېدلې او انتظار ورته پکار دى"

د بلوچستان د ژورناليستانو د اتحاديې مشر عرفان سعيد وايي، که د بلوچستان حکومت دى، که مرکزي حکومت د ژورناليستانو د وژنو پر موضوع هيڅ جدي نه دي او هيڅ ارزښت ورته نه لري، وايي د وروستيو وژل شويو ژورناليستانو د وژنې قضيه درج شوې، خو تر دې وړاندې د ژول شويو ټولو ژورناليستانو قضيې هم په تاڼو کې نه دي درج شوې:

"څلور مياشتې مخکې حکومت اعلان کړى وو، چې موږ به يو قضايي کميسون جوړوي او په بلوچستان کې چې څومره ژورناليستان وژل شوي د هغوى د وژنې قضيې به څېړل کېږي، خو تر اوسه هغه دوسيه يا فايل زموږ تر دفترونو ځي راځي، د حکومت له خوا هيڅ اعلاميه نه ده خپره شوې، د قاتلينو نيول خو څه، حکومت تر اوسه د ژورناليستانو د وژنو عريضې هم نه ثبتوي"

د بلوچستان د اعلى وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وياند جان محمد بليدي وايي، حکومت يې هيڅکله پر ژورناليستانو د بريدونو په مخنيوي او د هغوى د قاتلينو په نيولو کې غافل نه دى او دې ته تيار دى، چې د رسنيو پر دفترونو امنيتي کسان موظف کړي:

"پر دې خبره خصوصي غور کېږي، چې د دغو ژورناليستانو د وژنو تر شا څه عوامل وو او چا پر دوى حمله وکړه، د کومو پېښو مسووليت چې څوک ونه مني، په هغوى پسې پل اخيستل ډېر ګران وي، ځکه تر هدفي وژنې وروسته پټېدل او ټليفون بندول، دوى مالومول ضرور وخت اخلي"

د يادونې وړ ده، چې ژورناليستانو په تېره يوه مياشت کې د بيان د ازادۍ په ملاتړ او ژورناليستانو د وژنو په خلاف پرله پسې احتجاجي مظاهرې وکړې او له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د لوږې پينځه ورځنى اعتصاب پيل کړى، وايي چې تر څو د وژل شويو ژورناليستانو قاتلين نه وي نيول شوي، تر دې به هم په سخت احتجاج لاس پورې کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG