د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

ولسمشر کرزی وايي تر تقاعد وروسته به په افغانستان کې ژوند کوي


ولسمشرحامدکرزي د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې له راتلونکي حکومت سره له نژدې همکاري وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي چې ښاغلي کرزي پرون له یوشمېر پوځي چارواکو سره په کتنه کې د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه.

"د متقاعد ولسمشر په توګه به په همدې خاوره کې ژوند کوم او هر چېرته چې له تاسو سره مخامخ کېږم سلام به درته کوم."

دا د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو له ځینو مشرانو سره په کتنه کې د ولسمشر حامد کرزي د وینا یوه برخه وه. ښاغلی کرزی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ د افغان ولسمشر په توګه د دندې پای ته یې یوازې څو ورځې پاتې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې په ارګ کې په پرونۍ غونډه کې ښاغلي کرزي د افغان ځواکونو د خدمتونو ستاینه وکړه او ترې ویې غوښتل چې افغانانو ته د خدمت لپاره دې له راتلونکي حکومت سره له نژدې ګډ کار وکړي.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر بیان د ښاغلي کرزي له قوله زیاتوي؛ چې وايي، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د خپلې خاورې د ساتنې لپاره خورا زیاتې قربانۍ ورکړي او زیاتوي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د امنیتي ځواکونو مسوولانو له ده سره له نژدې کار کړی او د ده اوامر یې پرځای کړي دي.

د بیان له مخې دفاع وزیر بسم الله محمدي په دې غونډه کې په تېرو دیارلسو کلونو کې د ملي اردو د پیاوړتیا لپاره د ولسمشرکرزي هڅې وستایلې او ویې ویل چې؛ ولسمشر په پراخ زغم او اخلاص سره ملي اردو هغه ځای ته ورسوله چې؛ اوس په مستقل ډول د خپلې خاورې دفاع کولای شي. ښاغلي محمدي حامد کرزی د ملي اردو بنسټ ایښودونکی وباله.

تراوسه څرګنده نه ده چې؛ حامد کرزی به د ملي وحدت په حکومت کې چې په پام کې ده؛ د راروانې دوشنبې په ورځ لوړه وکړي؛ کومه دنده او مقام ولري کنه.

له دې مخکې منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي او د ملي وحدت د حکومت ګډونوال عبدالله عبدالله دواړو ویلي وو؛ چې ښاغلی کرزی به د دوی په واکمنۍ کې مهمه ونډه ولري؛ خو د لوړې له مراسمو او د نوې کابینې له معرفي کېدو وروسته ښايي د دې پوښتنې ځواب روښانه شي؛ چې حامد کرزی به چې د افغانستان په تاریخ کې ترټولو پخوانیو هغو د ولسمشرۍ پر مقام د اوږدې مودې لپاره پاتې شوی دی؛ د دې هېواد په راتلونکې کې څه ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG