د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

خلک: په بازارونو کې دې د پوځي جامو د خرڅلاو مخه ونیول شي


یو شمېرخلک له امنیتي ارګانونو غواړي، چې په بازارونو کې د پوځي جامو د خرڅلاو مخه ونیسي.

دوي وایې، چې زیاتره وسله والې غلاوې، انتحاري او ډله ییزې حملې له همدې جامو څخه په ګټه اخیستنې ترسره کیږي.

د کورنیو چارو وزارت که څه هم د دغې ستونزې پر وړاندې د اقداماتو خبره کوي، خو خبرداری ورکوي چې که هرڅوک پوځي جامې جوړې او یا يې هم خرڅي کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت په بازارونو کې د پوځي جامو پرخرڅلاو بندیز لګولی، خو عام خلک وایې لاهم دا ډول جامې په بازارونو کې په ازاد ډول خرڅیږي.

دوي وایې، ترډيره په جنایي مواردو کې له دغه ډول جامو څخه کار اخیستل کیږي.

دغه خلک همدارنګه وايې، چې که د کورنیو چارو وزارت په بازارونو کې په خپل سرد پوځي جامو د خرڅولو مخه ونه نیسي، نو ښایې په وسله والو غلاوو او نورو تخریبي او جنایې اعمالو کې له دې یونیفورمونو څخه کار اخیستنه زیاته شي.

د کابل دوه تنه اوسیدونکو حمید او بلال په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″- پولیس باید د دې غم وخوري، د پولیسو له جامو نه ډيرې غلطې استفادې کیږي. سړی نه پوهیږي چې دا پولیس دی که بل څوک.

- زما له ورور څخه یې یوه ورځ د ملي امنیت د کارکونکي په نوم پيسې او موبایل او ډير شیان اخیستي وه.

ددې باید مخه ونیول شي. یو یا دوه دوکانداران چې جریمه شي نور داسې کار نه کوي.″

یو له هغو بازارونو څخه چې پوځي جامې په کې خرڅیږي، د کابل زوړ ښار دی.

هلته د پوځي یونیفورمونو ترڅنګ پوځي بوټونه او کمربندونه هم شته او لسګونه خیاطۍ شته چې پوځي جامې ګنډي.

د کابل په زاړه ښارکې د محمد فواد په نامه یو خیاط ازادۍ راډیو ته وویل، دوي کله چې د یو چا لپاره پوځي جامې جوړوي، نو له هغه نه شناخت کارټ او د ټيلیفون شمیره اخلي.

نوموړي په دې اړه چې جنایتکاران پوځي جامې له کومه کوي، آزادۍ راډیو ته داسې وویل:

″دولت یې ورته ویشي. هر یو یې څلور پنځه جوړې لري.

هریو یې یوه جوړه په کور کې ساتي او یوه موږ ته راوړي او موږ يې ورته جوړوو.

سل په سله کې امکان لري. دا اوس د هر پولیس په کور کې څو جوړې جامې وي همداسې د ملي اردو سرتیري دوې درې جوړې جامې لري.″

په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې د پوځي جامو د خرڅلاو په تړاو وروسته له هغې شکایتونه زیات شول، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یو شمېرکسانو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې له پوځي جامو څخه په ګټه اخیستنې د یوې کورنۍ له غړو پيسې او سره زر واخیستل او له ښځو سره يې ناوړه چلند وکړ.

له دې مخکې هم په وسله والو غلاوو، انتحاري او ډله ییزو حملو او نورو جرمي پيښو کې د پولیسو او ملي اردو له جامو څخه ناوړه ګټه پورته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت دا ستونزه تاییدوي او وایې، په تیریوه کال کې یې د پوځي جامو د جوړولو زیات شمیر مرکزونه تړلي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادی راډيو ته وویل، چې که له دې وروسته کوم څوک و نیول شي چې په خپل سر پوځي جامې جوړي یا یې په بازارونو کې خرڅي کړي، نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي:

″که اوس هم داسي موارد یا سیمي وي چې هلته یونیفورم او پوځي تجهیزات خرڅ شي نو ورسره به جدي قانوني چلند وشي. موږ به ستاسو اندیښنې او راپور حتما تعقیب کړو او هر ځاي کې شي دکانونه وي یا کوم کسان وي چې دا ډول کارونه وکړي، ورسره قانوني چلند کیږي.″

خو خلک بیا هم انتقاد کوي چې امنیتي ارګانونو لکه څنګه چې ژمنه کړې وه، په دې برخه کې یې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

افغان کارپوهان وایې که په خپل سر د پوځي یونیفورمونو د جوړولو او خرڅلاو مخنیوی ونشي، نو ښايې په تخریبي اعمالو او نورو جرمي پيښو کې ورڅخه ناوړه ګټه اخیستنه لا زیاته شي.

XS
SM
MD
LG