د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د نامتو شاعر او لیکوال پیرمحمد کاکړ قبر له غصب څخه وژغورل شو


د کلاسیکې دورې د نامتو شاعر او لیکوال پیرمحمد کاکړ قبر له غصب څخه وژغورل شو.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه تازه هڅه کې د کلاسیکي دورې د نامتو شاعر او لیکوال پیر محمد کاکړ قبر چې دیوې ودانۍ په منځ کې راغلی و او د له منځه تللو په حال کې و؛ بیرته د سره رغولی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس دواخان مینه پال د ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل؛ چې په افغانستان کې د ډول ډول نظامونو په راتګ او د تعمیراتي پراختیاوو په لړ کې د کندهار د ځینو نورو مشاهیرو د قبرونو ترڅنګ د پیر محمد کاکړ قبر هم غصب او نیمه برخه يې تر یوې ودانۍ لاندې راغلې وه.

د مینه پال په وینا، په دې وروستیو کې دوی وتوانیدل دغه قبر چې د ښار په حضرت جي بابا سیمه کې موقعیت لري؛ بېرته بیا رغولی او د پاته کېدو لپاره يې اوسپیزنې پنجرې پرې راکرځولي.

په عین وخت کې د کندهار فرهنګیان د شاعر او لیکوال پیرمحمد کاکړ د قبر د رغولو هر کلي کوي.

لیکوال او ژورنالیست عبدالسمع غیرتمل وايي چې؛ د دغه ډول کلاسیکو لیکوالو او شاعرانو په هکله باید سیمنارونه جوړ شي؛ تر څو نوی نسل يې د شهکاري څخه خبر شي.

کندهاري ملا پیرمحمد د ږوب د هندوباغ په سیمه کې زیږدیدلي.

نوموړي خپل تحصلات په کندهار کې بشپړ کړي؛ دلته اوسیدلي او دلته يې له نړۍ سترګي پټي کړي.

دغه منلي شاعر په پښتو دری او عربي ژبو له سوز او خوند څخه ډک شعرونه ویلي چې؛ د هغه مهال د ذوق خاوندوانو به يې د ادب له باغه څخه د خوشبویي ګیډۍ تر هیوادونو پورې په سوغاتونو کې وړلې.

پیرمحمد کاکړ په خپل مشهوره دیوان کې چې په ۱۱۹۶ هـ ق کال کې يې بشبړ کړی پنځه زره بیتونه لیکلي.

د پیر محمد کاکړ یو بل اثر د پښتنو تاریخ دي چې؛ ویل کیږي، د لوی احمد شاه بابا په امر يې په پښتو ژبه کښلی و.

د پیرمحمد کاکړ د دیوان یو مشهوره بیت په دې ډول دي:

بېلتانه په غم شریک کړم د غمجنو

د هرچا په غاړه ژاړم لکه نی

راپور: محمدصادق رښتینی – کندهار

XS
SM
MD
LG