د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۰

حبیبي: پر ښځو او ماشومانو جنسي تیري کې زورواکي لاس لري


د افغانستان نوین د ښځو موسسې له خوا یوه څیړنه ښیي چې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تیري د زیاتیدو اصلي لامل عاملینو ته یي سزا نه ورکول دي.

دې موسسې خپله څیړنه د افغانستان په شپږو ولایتونو کې له شاوخوا دوو زروکسانو سره د خبرو پر اساس برابر کړی.

په څیړنه کې خلکوله عدلي او قضایي ارګانونو څخه غوښتي چې پر ښځو او ماشومانو جنسي تیري کوونکو ته باید سزا ورکړي.

د افغانستان نوین د ښځو موسسې د څیړنې له مخې پر ښځو او ماشومانو ډیر جنسي تیری د سیمه ییزو زورواکو او د کورنیو د یو شمېر غړوله خوا شوی.

د دې موسسې څیړنه په شپږو میاشتو کې د افغانستان په شپږو ولایتونو کندز، تخار، جوزجان، هرات، بلخ او سرپل کې له دوو زرو کسانو سره د خبرو پر اساس ترسره شوې.

د افغانستان نوین د ښځو د موسسې مسوولان وایي چې؛ په دې څیړنه کې تر ډیره پر ښځو او ماشومانو د جنسي تیري د پیښو پر زیاتیدو او څرنګوالي تمرکز شوی.

د دې موسسې مشرې شفیقې حبیبي د چهارشنبې په ورځ د دې څیړنې د خپرولو پر مهال په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې پر ښځو اوماشونو د جنسي تیري مساله ډیره خواشینونکې او اندیښنه پارونکې ده:

"د جنسي تیري عاملین واسطه لرونکي، زورواکان او پیسې لرونکي کسان دي.

دغه راز نفوذ لرونکي خلک، ځیني پخواني قومندانان او غیر مسوول وسله وال دي چې پنځه دیرش فصیده عاملین جوړوي.

د قربانیانو د کورنیو ځیني غړي په تیره پلار، ورور، ماما کاکا او داسې نورهم په دې جنسي تیري کې لاس لري چې اتلس اعشاریه دوه فیصده جوړوي."

د افغانستان نوین د ښځو موسسې په څیړنه کې درې شپیته فیصده خلکو تایید کړې چې پرښځو او ماشومانوجنسي تیری کیږي او څلورڅلویښت فیصده نورو ویلي چې عاملین یي نه مجازات کیږي.

په دې څیړنه کې دیرش فیصده پوښتل شویو کسانو ویلي چې؛ پر ښځو او ماشومانو د جنسي تیري مهم لامل عدلي او قضایي ارګانونو ته د ډار او دودونوله امله د قربانیانونه ورتلل دي.

په دې څیړنه کې پر ښځو او ماشومانود جنسي تیري هغه پیښې ثبت شوي چې سږکال شوي خو دقیق شمېر یې نه دی څرګند شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تیري د زیاتیدو، څرنګوالي او عاملینو د نه مجازات کیدو په هکله دا څیړنه خپریږي بلکې تردې وړاندې هم د ښځو او ماشومانو د حقوقو ځینو فعالانو له دې امله اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي یي وو، چې عاملین یې باید مجازات شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځوچارو وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي وایي چې؛ دیني عالمان او قومي مخور باید د دې پدیدې په مخنیوي کې همکاري وکړي:

"اوس مهال په افغانستان کې دا بد عمل موجود دی او مونږ تل د اعلامیو له لارې دا اعمال محکوم کړي.

له دیني عالمانو او قومي مخورو په تیره د علماوو له شورا او د حج او اوقافو له وزارته غواړو چې د جنسي تیري د پیښو په اړه غبرګون وښیی."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، چې پرښځو او ماشومانو د جنسي تیري ترڅنګ سږکال د ښځو پرضد د تاوتریخوالي درې زره پیښې ثبت شوي.

د دې وزرات د چارواکو په خبره دا پیښې ډیرې جدي دي او باید چې د مخنیوي لپاره یې افغان حکومت، د ښځو د حقوقو د دفاع ارګانونه او عام خلک جدي اقدام وکړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG