د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

"په تیرو ۱۳کلونو کې پاکستان او امریکا په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبول"


له واکه لیرې کیدونکي افغان ولسمشرحامد کرزي وویل، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې امریکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته لیوالتیا نه درلوده.

ښاغلي کرزي نن له دولتي چارواکو سره د مخه ښې په غونډه کې وویل، چې امریکا او پاکستان په دې موده کې په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبول.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې څیړونکي د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې هم ناکامه ګڼي.

ولسمشرحامد کرزي، چې د واک موده یې په ختمیدو ده، د لومړي ځل لپاره په واضحه توګه د پاکستان له غوښتنو پرده پورته کړه.

حامد کرزي، چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې له دولتي چارواکو سره د مخه ښې په غونډه کې خبرې کولې، وویل، چې پاکستان او امریکا په تیرو دیارلسو کلونو په افغانستان کې د خپلو غوښتنو په لټه کې وو.

که څه هم ښاغلي کرزي، د امریکا اهداف او غوښتنې مشخصې نه کړې، خو زیاته یې کړه، چې پاکستان د ډیورند کرښې د رسمي کیدو او د افغان حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د کنټرول غوښتونکی وو.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د جګړې د دوام اساسي لاملونه هم ددې دواړو هیوادونو لاسوهنه وګڼله:

″د دې جنګ د خلاصون لپاره زما هڅه څوارلس کلنه شدید ترینه هڅه وه، شل ځلې پاکستان ته ولاړم، د سولې هڅه مو ډیره، ډیره، ډیره وکړه، خو نه کیده، دلایل یي هم معلوم وو، دلیل یي دا وو، چې امریکا دا سولې نه غوښته، خپل اهداف یې درلودل، دویم پاکستان له افغانستانه دوه شیه غوښتل، یو یې د ډیورند د خط رسمیت غوښت، چې موږ ابدآ ورته حاضر نه وو، دویم یې د افغانستان د خارجي سیاست کنټرول غوښت.″

حامد کرزي له دې وړاندې هم په امریکا او پاکستان ورته انتقادونه کړي وو او وېلې یې وو، چې د افغانستان د سولې کیلي، هم د همدې هېوادونو په لاس کې ده.

خو امریکایي او پاکستاني چارواکو له دې وړاندې افغانستان سره د ښو اړیکو او همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلې یې دي، چې له افغان حکومت سره د تروریزم ضد مبارزه کې صادقانه همکاري کوي.

حامد کرزي له دولتي چارواکو سره د مخه ښې په غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې که امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې لپاره عملي کار ونه کړي، په افغانستان کې سوله نه شي راتلی.

ښاغلي کرزي، که څه هم د پاکستان د ملکي چارواکو د صداقت یادونه وکړه، خو وې ویل، چې ځينې نورې کړۍ د پاکستان ددې چارواکو د صداقت مخه ونیسي:

″سوله ترهغې نه راځي، چې پاکستان او امریکا غوښتي نه وي، کله، چې دوی وغښتل بیا راځي، یو وضاحت باید ورکړم، چې په پاکستان کې د پاکستان ملکي واکمنان که زرداري صاحب وو او که نن میا نواز شریف صاحب دی، دوی جوړه غواړي، دوی هم له هند سره جوړه غواړي او هم یې له افغانستان سره غواړي، خو نه یې پریږدي، نن چې کوم حالات په افغانستان کې روان دي، دا ټول پاکستان کې دننه د غرض لاسونه دي او بهرني لاسونه دي.″

څیړونکي د سولې د ټینګښت په برخه کې د افغان حکومت د تیرو دیارلسو کلونو هڅې هم ناکامه بولي او وایي، علت یې دا وو، چې د سولې لپاره د حکومت د ټولو چارواکو نظر یو نه وو.

دوی وایي، چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي وحدت حکومت باید له طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو سره د سولې لپاره نوې لارې چارې ولټوي، څو افغانان نور له جګړو خلاص شي.

راپور: اسدالله ″لودین″

XS
SM
MD
LG