د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۶

د عدالت او سولې لپاره د عمل بنسټ د سولې لپاره د حکومت پر ارادې انتقاد وکړ


د عدالت او سولې لپاره د عمل بنسټ غړي

د عدالت او سولې لپاره د عمل بنسټ د سولې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په درشل کې د سولې د عالي شورا په جوړښت او د سولې لپاره د حکومت په ارادې انتقاد وکړ.

د دې بنسټ لسګونو غړو د شنبې په ورځ په کابل کې د سولې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې هیواد ته د سولې د راوستلو په لارو چارو خبرې وکړې.

د عمل بنسټ مشر سید اکرام افضل رسنیو ته وویل؛ تر هغې چې خپله د حکومت اراده پخه او د پخلاینې لپاره بې طرفه کسان د منځګړیو او د سولې عالي شورا په ترکیب کې ونه ګماري؛ نمایشي کارونه د خلکو د سولې ارمان نه شي پوره کولای.

"په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره اړینه ده چې؛ حکومت داسې ګامونه پورته کړي چې؛ هغه واقعي د سولې لپاره وي او هغه نمایشي کړنې نه وي.

اوس چې افغانستان د سولې لپاره کومه شورا جوړه کړې ده؛ په هغې کې داسې کسان شته چې؛ هغه خپله د خلکو په وژنو کې لاس لري او لاسونه یې په وینو سره دي؛ نو له داسې کسانو څخه به د سولې څه تمعه وشي.

ښاغلي اکرام له راتلونکي حکومته وغوښتل چې؛ د ټولنیز عدالت او د قانون حاکمیت په تامین او د سولې لپاره د بې طرفه خلکو او مدني ټولنو په کومک په رښتیني توګه له وسله والو مخالفینو سره خبرې وکړي.

هغه وویل، که د سولې پروسه په همدې ناکام ډول روانه وي او افغانستان هم د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي؛ نو بیا به دا لاسلیک د سولې د راتګ په لار کې لوی خنډ واقع شي.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان حکومت د څو کلونو راهیسې د سولې عالي شورا په نامه یو بنسټ چې لسګونه غړي لري؛ جوړ کړی، تر څو د حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

دا چې دا شورا تراوسه ولې خپل هدف ته نه ده رسیدلې؛ د دې شورا مشر صلاح الدین رباني د شنبې په ورځ د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني په درېیم تلین په مراسمو کې وویل:

"نه پاملرنه، وهلی ذوق او بیړه د دې سبب شوی چې، د یوه کمزوري دولت بنسټ کېښودل شي چې؛ دا دولت د لوی تاریخي مسوولیت د پوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملیاردنو ډالرو له مرستې سره هم ونه توانیده چې؛ ورڅخه د امنیت تامین او د سولې د ټینګښت لپاره اسفاده وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې، جمهور رییس حامد کرزي هم په همدې غونډه کې وویل؛ چې د سولې د راتګ لپاره یې فریب خوړلی او سولې ته ډیرې لیوالتیا د استاد برهان الدین د مرګ سبب شوه.

له دې سره د سولې عالي شورا غړو هم وخت ناوخته د یو بل په ضد خبرې کړي او حتا داسې څرګندونې له رسنیو سره شریکې شوي چې؛ په دې شورا کې ټول واک څو محدودو کسانو په غاړه اخیستی.

د سولې د ټینګښت په برخه کې د مدني ټولنو، بنسټونو او عاموخلکو ټولې غوښتنې او انتظار اوس راتلونکي حکومت ته ده او معلومه نه ده چې؛ راتلونکی حکومت به د خلکو دې غوښتنې ته څه ډول رسیده ګي وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG