د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

سکاټلنډیانو په ټولپوښتنه کې له بریتانیې د جلا کېدو نظر رد کړ


د بریتانیي صدراعظم ډیویډ کامیرون نن خوشالي څرګنده کړه چې د سکاټلنډ زیاتو خلکو په ټولپوښتنه کې له بریتانیې د جلا کېدو نظر رد کړ.

صدراعظم کامیرون نن وویل چې؛ د ټول پوښتنې نتایج ډير واضح وو او د اکثریت سکاتلندیانو راییه یې څرګنده کړه. له شاهي بریتانیې د سکاتلند جلاکېدو تقریبا په ټوله نړۍ کې بحثونه پیدا کړي وو.

پينځه پنځوس فیصده سکاتلندیانو په پرونۍ تاریخي ټولپوښتنه کې له بریتانیې څخه د سکاتلند جلا کېدل رد کړل.

د سکاتلند د ملت پال ګوند مشرالکس سالمند چې د جلا کېدو پلوي کوي، نن خپلو پلویانو ته وویل:

[د سکاتلندیانو لوي اکثریت پریکړه وکړه چې په یوه خپلواک هېواد بدلیدوته لا نه دي تیار او ما د خلکو دا پریکړه ومنله.

زه پرټولو نورو سکاتلندیانو هم غږ کوم چې د خپلو خلکو د دې پریکړې درناوی وکړي.]

د بریتانیې صدراعظم ډيویډ کامیرون پرخپلو خلکوغږ وکړ، چې سره متحد او پرمختګ ته تیار شي.

کامیرون وویل چې؛ د سکاتلند د خلکو د لوي اکثریت رایې، د یوه نسل لپاره د دې سیمې د جلاکېدو پوښتنه حل کړه:

[ما د انتخاباتي کمپاین په وخت کې ویلي وو او بیا وایم چې؛ زموږ د شاهي اتحاد له پایته رسیدو او ماتیدو سره به زما زړه مات شوی وای. زموږ د پخوانیو کارنامو او هغو پرمختګونو په خاطر چې په ګډه یې په راتلونکې کې کولای شو، نه یوازې زموږ په هېواد کې زیاتو خلکو زما په څير احساس درلود بلکه په ټوله نړۍ کې ورته احساس موجود وو.]

د سکاتلند خپلواکۍ ته د [نه] رایې په اسیايي مارکېټونو کې د بریتانوي پوڼډ نرخ لوړکړاود ایرو په وړاندې یې هم ارزښت دومره لوړشو چې په تیرو دووکلونو کې یې ساری نه وو لیدل شوي.

که چیرې په سکاتلند کې پرونۍ ټولپوښتنه، د دې سیمې د خپلواکۍ په پلوي پایته رسیدلې وای، د ۲۰۱۶ [میلادي] کال د مارچ تر میاشتې په یوه خپلواک هېواد د بدلیدو بحثونه یې پيل کول.

دې کار په ټوله نړۍ کې بیلتون غوښتونکو ته د ملاتړ پیغام ورکولای شوای.

د سکاتلند خپلواکۍ د بریتانیې متحدان، په ځانګړي ډول د امریکا متحد ایالات مایوسه کول او د نړۍ د هغو دولتونو ته چې د بیلتون غوښتونکو تر فشار لاندې دي، له خطره ډک حرکت وو.

خوله ناکامۍ سره هم، دا ټولپوښتنه د صدراعظم کامیرون د څلورو ولسونو [انګلستان،سکاتلند، ایرلند او ویلز] پر متحد هېواد بې اغیزې نه شي پاتې کېدلاي.

ډیويډ کامرون تیره اونۍ د سکاتلند له خلکو سره ژمنه وکړه چې که په ټولپوښتنه کې له بریتانیې جلاکېدو ته [نه] ووايي، پارلمان ته به یې د مالیې، مصارفو او ټولنیزو عوایدو په برخه کې زیات واک ورکړي.

خو د انګلستان په پارلمان کې له دې مسالې سره مخالفتونه موجود دي.

صدراعظم ډیویډ کامیرون نن وویل چې؛ په راتلونکو میاشتو کې به د سکاتلند، ویلز او شمالي ایرلند پارلمانونو ته د زیاتو صلاحیتونو د ورکولو قوانین جوړ شي.

کامیرون ټینګار وکړ، چې د سکاتلند، شمالي ایرلند او ویلز پارلمانونه به هم د انګلستان د پارلمان په څير د خپلې مالیې، عوایدو او مصارفو په اړه د رایې ګیري صلاحیت ترلاسه کړي.

د بریتانیې اوسنۍ شاهي اتحادیه د انګلستان، شمالي ایرلند، سکاتلند او ویلز څخه جوړه ده.

په دې اتحادیه کې د سکاتلند د برخلیک څرګندولو لپاره په پرونۍ ټولپوښتنه کې پینځه اتیا فیصده په سکاتلندیانو چې د راییو ورکولو په شرایطو برابرو ، ګډون کړی وو.

د سکاتلند ټولو اوسیدونکو چې شپاړس کلن وو او د بریتانیې یا اروپايي اتحادیې د کوم بل هېواد تابیعت یې درلود، د رایې ورکولو حق درلود.

یوازې هغوکسانو چې په سکاتلند کې زیږیدلي خو هلته نه اوسي، په ټولپوښتنه کې د ګډون اجازه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG