د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم یو غړی: ایران غواړي چې د انتخاباتو پایلې وځنډیږي


د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم وایي، ایران په افغانستان د انتخاباتو د بهیر د ناکامولو لپاره په سیمه ییزه کچه د یوې پراخې توطې د جوړولو په هڅه کې دی.

د تحول او تداوم انتخاباتي ټيم یوې سرچېني ازادۍ راډیو ته وویل، چې په کابل کې د ایران سفیر له ولسمشرحامد کرزي سره په وروستۍ لیدنه کې د انتخاباتو د نتیجې د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

د تحول او تداوم د ټیم له خوا دا ادعا په داسې حال کې شوې، چې د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال هم څو څو ځلي راپورونه ورکړل شول، چې ایران د یوه ځانګړي کاندید په ګټه هڅې ګړندۍ کړي دي. خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم په دې اړه بې خبري ښيي.

د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم په وینا ایران هڅه کوي، چې د انتخاباتو د نتیجې په اعلان کې د ځنډ په رامنځته کولو سره د ډاکترعبدالله له خوا د مطرح شووغوښتنو پوره کولو ته زمینه برابره کړي.

د دغه ټیم یوې معتبرې سرچېنې وویل، چې له ولسمشر کرزي سره په کابل کې د ایران د سفیر وروستۍ لیدنه د هغو هڅو یوه برخه ده، چې ایران په افغانستان کې د انتخاباتو د پروسې د ګډوډولو لپاره په سیمه ییزه کچه پیل کړې دي.

دغې سرچېنې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په کابل کې د ایران سفیرله حامد کرزي سره په وروستي ملاقات کې د انتخاباتو د نتیجې د ځنډ غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست سرچېنو هم تایید کړې، چې په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي درې ورځې وړاندې له ولسمشرحامد کرزي سره ملاقات کړی دی.

که څه هم د جمهوري ریاست دې سرچېنې ونه ویل، چې حامد کرزي له ښاغلي بهرامي سره په کومو مسایلو خبرې کړي، خو د جمهوري ریاست د چهارشنبې ورځې خبرپاڼه وایي، چې ولسمشر حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره په ملاقات کې ویلي، چې افغانستان نه باید د ګاونډیو هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل شي.

د ولسمشرویاند ایمل فیضي رویټرز اژانس ته ویلي، چې حامد کرزي له امریکا نه غوښتي، چې د انتخاباتو په بهیرکې د ایران په ګډون د سیمې نور هېوادونه هم ښکېل کړي.

غوښتل مو په دې اړه په کابل کې د ایران د سفارت غبرګون را واخلو، خو د دې سفارت یوه مسول وویل، چې کارکوونکې یې ټول رخصت دي او اوس نه غواړي په دې اړه نظر ورکړي.

خو د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي دفتر مرستیال محمد الله حیدري بیا ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې اړه معلومات نه لري:

″ما تر اوسه داسې خبر نه دی اوریدلی او دا لومړی ځل دی، چې له تاسو یې اورم او زه نه غواړم چې په دې اړه څه ووایم، ځکه خبر نه یم.″

خو د سیاسي چارو څیړونکي حاجي سید داوود وایي، چې ایران له تیرو دیارلسو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې په افغانستان کې د امریکا اهدف په ځانګړې توګه د ډیموکراسۍ بنسټیز کېدل له خنډ سره مخ کړي.

حاجي داوود ازادي راډیو ته وویل، ایران هڅه کوي، چې په افغانستان کې داسې حکومت رامنځ ته شي، چې دوی یې په چارو کې په آسانه لاسوهنه وکړای شي:

″ایرانیان غواړي، چې امریکا سره په افغانستان کې رقابت ولري، ایران غواړي نړۍ ته داسې وښيي، چې په افغانستان کې د امریکا او نړېوالې ټولنې دیارلس کلن حضور په ټولو برخو کې له ماتې سره مخ شوی دی، دلته انتخاباتو نتیجه ورنه کړه، دیموکراسۍ نتیجه ورنه کړه، دلته بشري حقونو نتیجه نه ده ورکړې، زه فکر کوم د ایران غټه لاسته راوړڼه داده، چې په افغانستان کې د امریکا پاته والی وښيي.″

په انتخاباتو کې د ایران د لاسوهنې موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاینونو پر مهال هم داسې راپورونه خپاره شول، چې ایران د مشخص کاندید په ګته کار کوي.

څیړونکې همدې حساسیت ته په کتو د انتخاباتو له کمیسیون نه غواړي، چې خپل فعالیتونه په خپلواکه توګه سر ته ورسوي او دچا تر اغیزې لاندې را نه شي.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د هیچا فرمایشاتو ته به غوږ کې نه ږدي او د کاندیدانو ترمنځ له کوم جوړجاړي پرته به هم د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG