په کندهار کې د سولې د کیسې پروګرام په دی هدف پیل شوی ترڅو ځوانان د سولې په راوستلو کې لکه څنګه چې مهم دی هغه ډول مهم وګڼل شي.
د سولې د کیسې په پروګرام کې د ۵۰۰ په شاوخوا کې ځوانانو ته دنده ورکول شوې، ترڅو د ښاري خبریال په توګه د خپلې سیمې سوله يیز موضوعات چې د خلکو په ژوند کې مثبت تغیر راوستلای شي، د تیلیفون د مسیج د لارې انعکاس کړي.
ترڅو په نړېواله کچه د کندهار د مثبتو پرمختيايي او سوله ييزو پېښو په خپرولو سره د دې ولايت واقعي انځور تر نړۍ پورې ورسوي.
په کندهارکې د ازادي راډيو خبریال صادق رښتینی د ځوان فکر په پروګرام له درو تنو ځوانانو جاوید فیصل معصومې مرادي او عبدالغفار کاکړ سره د سولې د کیسی د پروګرام پر ګټو خبرې کړي.