د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۶

پاکستانى پوځ په خيبر ايجنسۍ کې د ٢٠ وسله والو د وژلو ادعا کوي


پاکستانى پوځ وايي، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې يې د پوځي عملياتو په ترڅ کې په دې سيمه کې مېشتو سخت دريځه وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه و پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر يا ISPR وايي، چې د پاکستان جنګي جټ الوتکو د سه شنبې په ورځ سهار د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتې سيمې تيراه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٢٠ وسله وال وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، پاکستانيو جنګي الوتکو دا بريدونه ډيورنډ کرښې ته نزدې د تيراه په توره دره او کوکي خېل سيمو کې کړي، چې پکې د وسله والو درې مرکزونه او د باروتو دوه زېرمې هم له منځه تللي.

پاکستانيوجنګي جټ الوتکو په خيبر ايجنسۍ کې تر هغې وروسته بريدونه کړي، چې پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د تيرې شنبې په ورځ يوې خبري غونډه ته په وينا کې ويلي وو، چې ښايي دوى د ترورېستانو د ځپلو لپاره خپل عمليات د شمالي وزيرستان په ګډون د پاکستان نورو سيمو ته هم وغځوي.

د خيبر ايجنسۍ د لنډي کوتل سيمې يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې جنګي الوتکو د تيراه په بېلابېلو سيمو کې درنه بمباري کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نه لري، ځکه چې په سيمه کې تليفوني شبکې غېر فعالې دي او پاکستاني سرتېري خبريالان سيمې ته نه ورپرېږدي.

پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پرتې قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په ګډون په يو شمېر نورو سيمو کې تر هغې وروسته پوځي عمليات پيل کړل، چې پاکستاني وسله والو طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر د خونړي وسله وال بريد مسووليت ومانه، چې پکې د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي وو.

که څه هم پاکستاني ځواکونه ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٩١٠ کورني او بهرني وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه او پټنځايونه يې هم له منځه وړي، خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د دوى ددغې ادعا پخلى نه دى کړى.

خيبر ايجنسي د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبآيلي سيمه ده، چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او وخت ناوخته پکې د پاکستانيو سرتېرو او وسله والو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.

ويل کېږي، چې په دې سيمه کې د پاکستانيو وسله والو طالبانو په ګډون، د لشکر الاسلام او انصار الاسلام په نامه د وسله والو ډلو سلګونه جنګيالي مېشت دي، چې له دې ځايه نه يواځې په پاکستان، بلکې په افغانستان کې هم ترورېستي فعاليتونه کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG