د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

هند وايي افغانستان ته د بيرغ ډالۍ کول يې د دوستۍ يوه نښه ده


ايکانوميک ټايمز:

د هندوستان ايکانوميک ټايمز ورځپاڼه د افغانستان په اړه په خپاره شوي مطلب کې د هند له خوا کابل ته د افغانستان د يوه لوى بيرغ ډالۍ کول د نوي ډيلي او کابل د دوستۍ يوه ښه نښه ګڼي.

دغه بيرغ تېره اوونۍ په کابل کې د هند د بهرنيو چارو د وزيرې سوشما سواراج له خوا ولسمشر حامد کرزي ته ورکړل شو.

ايکانوميک ټايمز ليکي: دغه لوى بيرغ د کابل د وزيرمحمد اکبر خان پر تاريخي غونډۍ رپېږي.

د ورځپاڼې په حواله، د هند د بهرنيو چارو وزيرې د وزير اکبرخان غونډۍ په شا و خوا کې د تاسيساتو د رغونې لپاره د يو مليون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

مېرمن سواراج له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړى او ويلي يې دي افغانستان به يې بيا هم ستراتيژيک همکار وي.

دي نيوز:

د پاکستان دي نيوز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې بيا د افغانستان د انتخاباتي لانجې پر مسئله او په دې منځ کې د ملګرو ملتونو پر خبرداري ليکنه خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د شنبې په ورځ ويلي وو که چېرې يې کارکوونکي بيا وځورول شي، له افغانستان سره به خپلې مرستې بندې کړي.

تر دې خبرداري يوه ورځ مخکې په کابل کې د يوناما د دفتر مخې ته په لسګونو کسانو مظاهره وکړه او يوناما يې په انتخاباتو کې په درغلۍ تورنه کړه.

دي نيوز د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو د وروستيو نتايجو د اعلان په درشل کې دا د شديد اضطراب يوه بله نښه ګڼي.

په ليکنه کې راغلي يوناما يا د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت په تېرو انتخاباتو کې د درغليو د څېړلو بهير، چې پرون پايته ورسېد څاره.

د جمعې په ورځ د يوناما مخې ته مظاهره که څه هم سوله ييزه وه خو د ورځپاڼې په حواله مرګ پر يوناما شعارونه هم په کې ورکول کېدل.

دي نيوز ورځپاڼه ليکي، يوناما په بدل کې د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل: ”د ملګرو ملتونو ګواښل او ورباندې لفظي تېرى د منلو وړ نه دي“.

په کابل کې د ملګرو ملتونو يوه وياند د دغو ګواښونو او لفظي تېري په اړه له جزئياتو ورکولو ډډه وکړه.

په ليکنه کې راغلي د ملګرو ملتونو له خوا د مرستې بندولو خبرداري، د افغانستان انتخاباتي لانجه نوره هم زياته کړې، ورځپاڼه زياتوي دغه انتخاباتي کړکېچ هغه هيله کمزورې کړې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې په سوله ييز ډول د قدرت د انتقال لپاره موجوده وه.

XS
SM
MD
LG