د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۶

کري: مصر د اسلامي دولت د ډلې پر ضد مبارزه کې مهم رول لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي؛ مصر کولای شي په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد مبارزه کې مهم رول ولوبوي.

جان کري د شنبې په ورځ په قاهره کې د خپل مصري سیال "سامح شکري" سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:

”موږ ډیر خوښ یوو چې، دواړو مصر او عرب لیګ په هر ګام د دې ایتلاف ملاتړ کړی دی. په هره هغه غونډه کې چې نن ما لرلې، په دې مو بحث کړی چې، څنګه کولی شو دا هڅې تیزې کړو چې؛ نور هیوادونه هم ځان سره ملګري کړو او مسولیتونه وویشو.“

جان کري همدارنګه وویل، مصر د تروریزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی په ځانګړې توګه د سینا په ټاپوزمه کې.

جان کرې وویل، واشنګټن به مصر ته لس اپاچي هیلوکوپټرې ورکړي؛ څو د سینا په ټاپووزمه کې ترې د تروریزم ضد عملیاتو کې کار واخلي.

وروسته له هغې چې د مصر پوځ تیر کال د دې هیواد منتخب ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ؛ امریکا مصر ته د دې هیلوکوپټرو استول ځنډولي وو.

په دې خبري غونډه کې د مصر د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ د اسلامي دولت وسله واله ډله د سیمې له نورو وسله والو ډلو سره اړیکې لري او د دې ګواښ سره د مبارزې لپاره نړیوال اقدام ته اړتیا ده.

شکري زیاته کړه چې، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې او د مصر د تروریستي سازمانونو ترمنځ هیڅ توپیر نه شته.

نوموړې وویل، مصر د تروریزم پر ضد په هر ځای کې د هر اقدام ملاتړ کوي.

جان کري تر دې سفر دوه ورځې مخکې؛ د مصر په شمول د لسو عربي هیوادونو له استازو سره په سعودي عربستان کې خبرې اترې وکړې.

هلته د ټولو هیوادونو استازو د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې پر ضد د مبارزې ژمنه وکړه. جان کرې د جمعې په ورځ د ترکیې په پایتخت انقره کې وویل؛ واشنګټن ډاډمن دی چې کولی شي، د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې پر ضد یو پراخ اتیلاف رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG