د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۳

افغانستان

یوې ترکۍ کمپنۍ د فاریاب-هرات د حلقوي سړک کار په ټپه درولی دی

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي؛ له یوې میاشتې راهیسې یې د آسیا پراختیایي بانک سره د هرات - فاریاب د حلقوي سړک د کار د بیا پیلیدو په اړه خبرې دوام لري.

د آسیا پراختیایي بانک د دغې پروژې مالي لګښت ورکوي. د هرات - فاریاب د حلقوي سړک د جوړېدو قرار داد د "میټګ ای. سي. سي" په نوم له یوه ترکي -امریکایې شرکت سره لاسلیک شوی و.

د افغانستا ن د فواید عامې وزارت وایي؛ دغه شرکت د پروژې د مجموعي لګښت ۲۵ فیصده چې ۱۰۷ میلیونه ډالره کیږي؛ مخکې له مخکې اخستي دي، خو اوس د پروژې کار په ټپه دریدلی او د دې شرکت مسوولین له افغانستان څخه وتلي دي.

دغه شرکت افغان حکومت ملامتوي چې؛ د دوی امنیت یې نه دی ټینګ کړی او د قرار داد د فسخ کیدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د وزیرانو شورا تیره اونۍ د فواید عامې، مالیې، اقتصاد اوعدلیې وزارتونه موضف کړي چې؛ دا موضوع تعقیب کړي او د آسیا له پراختیايي بانک څخه یې غوښتي چې؛ دغه شرکت د پروژې بیا پیلیدو ته اړ باسي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان: تمه ده پاکستان به طالبان د سولې بامفهومه خبرو ته وهڅوي 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې پاکستان به له خپل نفوذه په استفادې طالبان د سولې بامفهومه خبرو ته وهڅوي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې دا خبره کړې ده: "موږ متیقن یو چې د پاکستان دولت، د معنا داره مذاکرو د پیل، سولې او د سولې بهیر د بریا لپاره د طالب مشرانو هڅونې او نفوذ ته مؤثر وسایل په لاس کې لري."

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و، د طالبانو مشران په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دي.

سرچینه: وسله والو جلال اباد کې یوه ښځینه پولیسه وژلې

د جلال اباد ښار

په ننګرهار کې یوه سرچینه وايي، په مرکز جلال اباد کې وسله والو نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) یوه ښځینه پولیسه په ډزو ووژله.

د ننګرهار امنیه قومانداني پېښه تاییدوي، خو په دې اړه نور جزییات نه ورکوي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، دغه پولیسه د سرحدي لوا وه.

د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

څو میاشتې مخکې هم د جلال اباد په درېیمه ناحیه کې د بصیرې په نوم یوه ښځینه پولیسه د وسله والو په حمله کې وژل شوې وه.

د یوناما مرستیاله ولسمشر غني سره د کډوالۍ پر ستونزو وغږیده

افغان کډوال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یو یوناما مرستیالې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کډوالۍ پر ستونزه خبرې وکړې.

یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: د یوناما مرستیالې میتي کنودسین (Mette Knudsen) د روانو شخړو پر موضوع هم بحث وکړ چې ګڼ کسان یې له یوې سیمې بلې ته کډې کولو ته مجبوره کړي دي.

یوناما په افغانستان کې د روانو شخړو د ختمېدو او د مذاکرو له لارې د پخلاینې غوښتنه کړې ده.

نن د کډوالو نړیواله ورځ ده او د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، شااوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان د نړۍ په اویا هېوادونو کې د کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.

توماس نیکل­سن د طالبانو له استازو سره پر ګڼو مسایلو غږیدلی

دوحه کې د طالبانو استازي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سرپرست ځانګړي استازي وویل، په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت د دوام پر اهمیت او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

توماس نیکل­سن نن په خپل ټویټر کې لیکلي، تېر ماښام یې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره دا موضوعات شریک کړل.

هاخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم ویلي د طالبانو استازو په دې کتنه کې د خیریه سازمانونو، ډیپلوماتانو او د دغو سازمانونو د کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړ: "په ناسته کې همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو موسساتو او سفارتونو د بهرنیو او محلي کارمندانو د امنیت په اړه خبرې وشوې."

ښاغلي نیکل­سن ویلي چې د طالبانو له استازو سره یې د مذاکرو له لارې د افغانستان د روانې کشالې د حل پر اهمیت هم بحث وکړ.

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند، فواد امان، ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات په ۸ ولایتونو کې شوي دي: "په نتیجه کې ۱۴۷ تروریستان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور یې ټپیان شوي دي. د دې تر څنګ امنیتي ځواکونو د خلکو د تګ راتګ پر لارو په لسګونو ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په لوګر، تخار، سمنګان او کابل کې له پرون راهیسې د ځینو پوستو د نیولو او افغان پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د سولې له هڅو سره- سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي اندازه نه ده کمه شوې.

۲۰۵ اتل قول اردو: ارزګان کې ۴۳ طالبان وژل شوي

ارزګان کې امنیتي ځواکونه

۲۰۵ اتل قول اردو په ارزګان ولایت کې د ۴۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۲۸ نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه.

د دغې قول اردو، مرستیال ویاند صادق عیسی، نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار رسنیو ته وویل، دغه عملیات پرون شوي: "د افغان هوايي ځواکونو په ملاتړ، د ارزګان ولایت په چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې تصفیوي، کومانډويي او هوايي عملیات شوي دي. په دغو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال ترهګر ووژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شول."

۲۰۵ اتل قول اردو په بله اعلامیه کې پرون د کندهار په میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې هم د ۱۱ طالبانو د وژلو او ۷ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

بل خوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر بیا په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو او ۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه شمېر وسلهوالو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر دغو پېښو د وسله والو طالبانو ویاندویانو تبصره نه ده کړې.

چارواکي: نه پرېږدو چې د افغان خاورې ځینې برخې له وسله والو سره وي

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه نه پرېږدي چې د افغانستان د خاورې ځینې برخې تل د وسله والو په کنټرول کې پاتې شي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) وویل، د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلانونه سنجول شوي چې د طالبانو له خوا یې د نیولو ادعا شوې ده: "زموږ امنیتي ځواکونه په تودو سنګرونو کې دي، اجازه نه ورکوي چې د هېواد د جغرافیا ځینې برخې په دایمي ډول له سقوط سره مخامخ شي. هغه ولسوالۍ چې طالبان ادعا کوي د دوی په لاس کې دي، د هغوی د بېرته نیولو او د طالبانو د ځپلو پلان او تدابیر ورته لرو."

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د بلخ یوې باورې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل چې چهاربولک ولسوالي نن سهار لس نیمې بجې د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوه.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

بل خوا د لوګر امنیې قوماندانۍ ازادي ته ویلي، امنیتي ځواکونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د خروار ولسوالۍ له مرکزه خپلې پوستې بل ځای ته انتقال کړي دي.

لوګر چارواکي وايي خروار ولسوالۍ کې یې د خپلو پوستو ځای بدل کړی

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د لوګر ځایي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف یې په خروار ولسوالۍ کې خپلې پوستې تغیر کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت خروار ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او یوازې د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف، امینتي پوستې، نوېو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د لوګر د ولایت مقام ویاند دیدار لونګ وایي، د خروار ولسوالۍ درې کاله وړاندې، د لوګر مرکز ته انتقال شوې وه او یوازې د خواجه انګور په سیمه کې څلور امنیتي بېزونه ځاى پر ځاى و چې نن یاد ګډ بېزونه هم انتقال شوي او په نویو ځایونو کې ځای پرځای شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېره شپه یې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ نقلي مرکز چې د خواجه انګور او پنج پای سیمو تر منځ په یوه قرارګاه کې جوړ و، له شااوخوا امنیتي پوستو سره نیولی دی.

دایکنډي کې د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په دایکنډي کې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لبنیاتو د پروسس یاد مرکز د دایکنډي په خدیر ولسوالۍ کې جوړیږي: "دغه مرکز د لبنیاتو د پروسس د زیاتوالي په هدف جوړیږي چې د افغان حکومت له بودجې به نږدې شپږ میلیونه افغانۍ پرې ولګول شي."

نوموړي وویل چې د لبنیاتو د پروسس په یاد مرکز له ۵ میلیونو افغانيو ډېر لګښت راځي چې په درېیو میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخېستنې ته چمتو شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، افغانستان کې د لبنیاتو د پروسس لپاره خورا ښه طرفیت لري او دایکنډي له هغو ولایتونو یادوي چې ډېری وګړي یې له دې لارې کورنی اقتصاد پرمخ بیایي.

ښاغلی رستمي وایي، دوی په راتلونکي کې پلان لري چې د لبنیاتو د پروسس ورته نور مرکزونه په نورو ولایتونو کې هم پرانیزي.

مالیې وزارت: ملي بودجې ته به د ۱۰۱ میلیونه یورو مرسته ور زیاته شي

د ماليي وزارت

ټاکل شوې چې د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان ملي بودجې ته د ۱۰۱ میلیونه یورو په شااوخواکې مرسته ور زیاته شي.

د مالېې وزارت ویاند رفیع تابع نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرسته د جنیوا کنفرانس د ژمنو پر بنسټ ترسره کېږي.

نوموړي وویل چې په دې اړه د مالیې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکونې عمومي رئیس په مشرۍ د مالیې وزارت، اروپایي ټولنې او پلي کوونکو دولتي ادارو د با صلاحیته استازو تر منځ نن یوه ناسته هم جوړه شوې وه.

ښاغلی تابع وايي، په یاده ناسته کې د حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د قرارداد جوړونې په چوکاټ کې د ژمنه شوېو اصلاحاتو پلي کولو په برخه کې د دولت د پرمختګونو وروستی راپور تر غور لاندې نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د دې راپور نقل د یوې اوونۍ په اوږدو کې په رسمي توګه د اروپایي ټولنې د سیاسي نمایندګۍ په مرسته ولېږل شي.

د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری د کرونا له امله مړ شو

د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری

د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د عبدالله مقري زوی میرخان د خپل پلار مړینه تایید کړه.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د مقري د مړینې اوازې خپرې شوې وې، خو وروسته د ده زوی او خپلوانو رد کړې.

مقري سلګونه سندرې او ملي ترانې ویلي او هنر یې ډېر مینه وال لري.

مقری په کورونا ویروس اخته و.

په وروستیو کې د کرونا له کبله په افغانستان کې د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

قریشي: د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي بدله شوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د خپل ګاونډي افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي بدله شوې او د راتلونکې داسې یوه نظام ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي.

ښاغلي قریشي دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره په مرکه کې چې پرون شنبې(د غبرګولي ۲۹مه) خپره شوه، کړي او ویلې یې دي چې په افغانستان کې روغه جوړه، یو د بل په خوا کې ژوند کول او د ټولو افغانانو په منځ کې خبرې د سولې د خبرو د پرمخ بیولو یوازینې لاره ده.

د قریشي په خبره یوه امن او ثبات لرونکی افغانستان د پاکستان په ګټه ځکه دی چې موږ ته له سیمې سره د نښلولو امکانات برابروي: "یوه سوله ییز او باثباته افغانستان یوازې د افغانستان اړتیا نه بلکې پاکستان هم دا شی غواړي. موږ له دې ګټه اخلو."

قریشي دا رد کړه چې ګنې هېواد یې په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ورکړی او ویې ویل چې د دوی اکثره مشران په افغانستان کې دي.

هغه تور چې کابل تل پر اسلام اباد لګولی دی.

قریشي زیاته کړه، هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي او له له طالبانو سره تماسونه د دې لپاره دي چې د سولې د خبرو لپاره اسانتیا رامنځ ته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشاره وویل، هېواد یې دې ته اندېښنه چې افغانستان بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي.

نوموړي همدارنګه هغه راپورونه چې وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پاکستان لېوالتیا ښکاره کړې چې په خپله خاوره کې امریکا ته اډې ورکړي چې له هغه ځایه عملیات مخ ته یوسي، رد کړل.

شهرزاد اکبر: د تأسیساتو د ورانولو دوام د افغانستان د ورانولو دوام دی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ټولګټو تأسیساتو د ورانولو دوام، د یوه هېواد د ورانولو لپاره جګړه وبلله.

شهرزاد اکبر پرون شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه ټویټ کې وویل چې د طالبانو له خوا د ټولګټو تاسیساتو د ورانولو، پر اسیرانو ډزې او د ولسوالیو اقتصادي محاصره هغه اعمال دي چې په ښکاره له دیني اساساستو او نړیوالو بشر دوستانه حقوقو سره په ټکر کې دي.

د اغلې اکبر په وینا د دغو اعمالو دوام په افغانستان کې د انساني منابعو او د تاسیساټو د بشپړ ورانولو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښیي وسله وال د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ ورانوي.

طالبانو د دغې ویډیو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې ویلي و چې ټولګټې تاسیسات نه ورانوي.

د کابل لویدیځې برخې لپاره امنیتي طرحه تایید شوه

د کابل لویدیځه څنډه

د کابل ښار د لویدیځې برخې لپاره امنیتي طرحه تایید شوه.

د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د مطبوعاتي دفتر مشر محمد سادات پرون شنبه(د غبرګولي ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل: "په امنیتي ځانګړې غونډه کې پر هغې امنیتي طرحې چې د ولسمشر په سپارښتنه د سیدالشهدا پر ښوونځي تر برید وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال له خوا جوړه شوې وه، بحث وشو او هغه تایید شوه. امنیتي ادارو ته هدایت ورکول شوی چې د دې طرحې بېلابېل اړخونه تطبیق او عملي کړي."

د ښاغلي سادات په خبره دغه طرحه به د افغان امنیتي ادارو د وړتیا پر اساس عملي کېږي.

د کابل لویدیځې برخې ته دغه امنیتي طرحه تر یو شمېر خونړیو بریدونو وروسته جوړیږي چې د ډېرو یې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی. پ

ه دې سیمه کې تر ټولو خونړۍ حمله د ثور په اتلسمه پر سیدالشهدا ښوونځي وشوه چې د رسمي شمېرو له مخې له پنځوسو زیات کسان په کې ووژل شول او شااوخوا سل نور ټپیان شول.

هالنډ کې ځینې افغانان افغانستان کې د روانو وژنو پر خلاف لاریون کوي

د هالنډ ملي بیرغ

په هالنډ کې ځینې مېشت افغانان په پام کې لري چې نن یکشنبه(د غبرګولي ۳۰مه) په افغانستان کې د روانو وژنو پر خلاف لاریون وکړي.

د لاریون یوې تنظیموونکې سایرې نورزۍ ازادي راډیو ته وویل، د لاریون برخوال غواړي په دې اقدام سره نړیوالو ته یو پیغام ورکړي: "دوی غواړي د دغه روان حالت پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي او نړیوالو ته دا وښيي چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو جګړه نه، بلکې د پردیو، سیمې او نړۍ جګړه ده. دا د اقتصاد جګړه ده."

لاریون به د پلازمېنې امسټردام په مرکزي میدان کې کېږي چې له نورو اروپايي هېوادونو هم افغانان ورته ورځي.

مېرمن نورزۍ وايي، دوی غواړي نړیوال متوجه کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه بندېدو ته اړتیا لري.

د لاریون په پای کې به پرېکړه لیک هم خپرېږي چې د هالنډ پارلمان او د بشري حقونو نورو نړیوالو بنسټونو ته هم لېږل کېږي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره جوخت ناامني زیاته شوې چې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG