د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۶

ولسمشر کرزی د شانګهای په سرمشریزه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ولاړ

ولسمشر حامد کرزی د شانګهای سازمان د مشرانو په څورلسمه غونډه کې د ګډون په هدف نن تاجکستان ته روان شو.

په داسې حال کې چې د شانګهاي په غونډه کې د ګډون لپاره هیلې د افغانستان نوي ولسمشر ته وې، خو د انتخاباتو د نتیجو د ځنډ له امله ولسمشر حامد کرزي په دې غونډه کې ګډون وکړ.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي وایي؛ چې ښاغلی کرزی به د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ستونزو په وړاندې د افغانستان په دریځ خبرې هم وکړي.

ښاغلي واحدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني او د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم په دې سفر کې د ښاغلي کرزي ملګرتیا کوي.

"ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزی په دې کانفرانس کې د ستونزو په وړاندې او دغه راز د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په زمینې خبرې وکړي او ددې غونډې په څنډه کې به ددې سازمان د غړو هیوادونو له مشرانو سره بیلابیلې کتنې هم ولري."

د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو څورلسمه غونډه سږ کال د تاجکستان په کوربه توب د دې هیواد په مرکز دوشنبې کې جوړه شوې ده.

له ولسمشر حامد کرزي سربیره په دې غونډه کې د چین، روسیې، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان ولسمشرانو هم ګډون کړی دی.

د ایران او منګولیا ولسمشران هم په دوشنبې کې دی او د دې سرمشریزې په حاشیه کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو له مشرانو سره ګوري.

افغانستان، پاکستان، ایران، هند او منګولیا د شانګهای سازمان اصلي غړي نه بلکې څارونکي غړي یې دي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې ددې غونډې د اجندا په پیل کې به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو خبرې وشي.

د روسیې د ولسمشریوه همکار یوري اوشاکوف له دې سرمشریزې دمخه ویلي چې روسیه به د روان کال په وروستیو کې د دې سازمان له خوا د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس د رابللو وړاندیزوکړي.

له دې وړاندې د بریتانیا په ویلز کې د ناټو د مشرانو غونډه جوړه شوې وه، چې هلته د افغانستان له خوا د دفاع وزیر بسم الله محمدي ګډون په کې کړی وو.

څیړونکي وایي، که چیرې په دې ډول مهممو نړیوالو غونډو کې د افغانستان نوي ولسمشر ګډون درلودی، ګټې او لاسته راوړنې به یې د اوس په پرتله زیاتې وې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG