د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۰۴

ولسمشر کرزي او شوشما سواراج په کابل د افغانستان تر ټولو لوی بیرغ پورته کړ


د افغان اوسني حکومت د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې د هند په نوښت له افغانانو سره د دوستۍ د ښکاره کولو او د افغانانو د ملي یووالي په خاطر د افغانستان یو لوی بیرغ په کابل کې پورته شو.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج د افغانستان د دغه ملي بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې چې د چهارشنبې په ورځ جوړ شوي و؛ دا یې د افغانانو د یووالي نښه وبلله.

سواراج د بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې چې د وزير محمدا کبرخان مینې په غونډۍ کې جوړ شوي و؛ له افغانستان سره د هند له مرستو ډاډ ورکړ.

"په دې ملي بیرغ کې د یوه ازاد او متحد افغانستان یوه قوي نښه وینم. په دې بیرغ کې همداراز د هغو افغانانو قربانۍ وینم چې؛ د دغه ښه هیواد ودانولو لپاره یې سرښندنې کړې دي.

هند به تل د افغانستان لومړی ستراتیژیک پارټنر پاتې شي. موږ ژمن یو چې تر ممکن حده افغانستان سره همکاري وکړو. له همدې موقع په ګټې اخیستو غواړم ووایم چې هند به د دې سیمې د عامه کولو او د خلکو د تفریح ځای د جوړیدو په هدف یو میلیون امریکايي ډالره مرسته هم وکړي."

اغلې سواراج همداراز افغانستان سره ځینو سیاسي ننګونو سره مخ وباله خو ویې ویل چې، هند به تل له افغانستان سره ملګری وي.

له بلې خوا افغان ولسمشر حامد کرزي د هند په نوښت د افغانستان د بیرغ له پورته کولو ستاینه وکړه او هند یې یو دوست هیواد وباله:

"ډېر خوشحاله یم چې، نن د خپلو هندي دوستانو په مرسته د افغانستان د تر ټولو لوی ملي بیرغ لپاره یو ښکلی ځای پرانیزو."

ښاغلي کرزي وویل چې، د دې ملي بیرغ منار د بیرغ منار په نوم نومول شوی دی.

د افغان چارواکو په خبره د افغانستان د ملي بیرغ دا منار اتیا متره لوړوالي لري چې؛ په خپله بیرغ دېرش متره اوږدوالی او شل متره بر لري.

د دې بیرغ او منار د جوړلو لګښت شاوخوا څلور لکه امریکايي ډالره بلل شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې اغلې سواراج په هندي ژبه د هغو افغانانو او هندي کارګرو یادونه هم وکړه چې؛ د افغانستان د ودانولو په لار کې وژل شوي دي.

"زه راغلې یم ستاسو په خوښیو کې د شاملیدو لپاره. ستاسو د خوښیو د لمانځلو لپاره راغلې یم. زما لپاره د خوښۍ او فخر ځای دی. کوم بیرغ چې پورته کیږي؛ تر هغې لاندې به ودریږم هغو خلکو ته به سلام وکړم چې؛ د دې هېواد لپاره یې ځانونه قربان کړي دي."

د هند د نوي منتخب صدراعظم نریندرا مودي د کابینې تر جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې؛ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیره افغانستان ته راځي او له افغانانو سره په خپلو مرستو ټینګار کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG