د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

نور: د پنجشبې په ورځ به د تفتیش ټول فزیکي کارونه بشپړ شي


د انتخاباتو خپلوا ک کمیسیون چارواکي وايي چې د نتایجو د اعلان لپاره د خلکو انتظار پای ته رسیدونکې دی او ډير ژر به دا کمیسیون د رایو د تفتیش او انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دې ورځې تر ماښامه یا د پنجشنبې په ورځ به پاتې ۸۳۵ چکلستونه هم سیسټم ته داخل او پروسس به یې بشپړ شي.

ښاغلي نور وویل، د روانې اونۍ تر پایه به د رایو د تفتیش ټول فزیکي کارونه بشپړ شي او د قانون سره سم به له هغې وروسته د کاندیدانو د شکایت او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د وضع شوي وخت احترام وکړي:

"د اونۍ تر پایه به د رايو ټول فزیکي کارونه ختم شي او له هغې ورسته دولس ساعته د کاندیدانو او اته څلویښت ساعته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ته ورکول کیږي؛ تر څو شکایتونو ته رسیدګی وکړي.

نور نو د دې وخت رارسیدلی چې؛ ورستي نتایج اعلان شي، خو زه نه غواړم چې نیټه یا وخت یې په ډاګه کړم."

په ورته وخت کې ښاغلي نور وویل؛ دې کمیسیون تر اوسه په اووه علني غونډو کې د ۱۸۵۵۹ چکلسټونو په اړه پریکړې کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دې برخه کې یوه ورستۍ غونډه هم پاتې ده چې؛ دا غونډه به د ۴۲۶۹ چکلسټونو ته د اعتبار ورکولو یا نه ورکولو په اړه بحث وکړي.

له همدې سره ښاغلي نور یو ځل بیا له دواړو کاندیدانو وغوښتل؛ دا چې د انتخاباتو نتیجې ډیر ژر اعلانیدونکي دي؛ نو کاندیدان باید له دی کمیسیون او خلکو سره کړي ژمنې عملي کړي او د انتخاباتو نتایجو ته غاړه کیږدي

ښاغلي نور وویل، که کاندیدان سیاسي موافقې ته رسیږي یا نه رسیږي دا کمیسون مسولیت لري؛ چې نور د خلکو انتظار لنډ او د انتخاباتو نتیجې اعلان کړي:

"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون غوښتنه له دواړو کاندیدانو څخه دا ده چې هغې ژمنې ته وفادار پاتې شي چې؛ له خلکو او کمیسیون سره یې کړې دي.

بل دا چې د رایو سل فیصده څیړنه وشوه او نتیجه یې باید معلومه او اعلان شي موږ هیله لرو چې دواړه کاندیدان په سیاسي برخه کې هم نتیجې ته ورسیږي."

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي خبرې له خنډ سره مخ شوي؛ خو هیلې شته، چې دا خنډونه لرې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یوشمیر نورو چارواکو له کاندیدانو غوښتي، چې د ملي وحدت حکومت په اړه موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG