د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۴

"د ډله ییز جنسي تیري په تور د نیول شویو کسانو په محاکمه کې باید بیړه ونه شي"


د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي چې؛ په کابل کې د جنسي تجاوز د وروستۍ پيښې په ارتباط ترسره شوې محاکمې څرګنده کړه چې؛ د افغانستان په قضايي سیسټم کې څومره نیمګرتیاوې شته.

د کابل د استیناف یوې محکمې په وروستیو کې هغه اووه تنه چې په وسله واله غلا او جنسي تجاوزتورن شوي وو؛ علني محاکمه او په اعدام محکوم کړل.

د بشري حقونو د څارنې سازمان [Human Rights Watch] وايي چې؛ عدالت باید په منصفانه ډول او د بشپړو څيړنو په پایله کې تامین شي.

په اسیا کې د دې سازمان د ښځو د حقونو څیړونکې "هیدر بار" وايي؛ نړیوالې ټولنې کلونه – کلونه د دې لپاره کار وکړ چې؛ افغان حکومت وهڅوي چې د جنسي تیري په ګډون د ښځو په وړاندې د تشدد پيښې جدي وګڼي او پر ضد یې اقدام وکړي.

خو دا وايي چې، د کابل د قرغې سیمې ته نږدې پر یو شمیر ښځو د ډله ییز جنسي تیري په تور د نیول شویو کسانو په محاکمه کې باید بیړه ونه شي:

"دا په څرګند ډول، یوه وحشتناکه پيښه وه چې، په ټول افغانستان کې یې خلکو ته ټکان ورکړ. زه پوهیږم چې دافغانستان خلک غواړي چې عدالت تامین شي او حکومت شدید دریځ خپل کړي. زه منم چې باید قرغې ته نږدې پر ښځو د جنسي تیري پيښې ته جدي ځواب ورکړ شي؛ خو داسې عکس العمل چې د عدلي سیسټم درناوي کوي.

سوال دا نه دی چې ایا له هغو کسانو سره چې جنسي تجاوز کوي؛ عدالت وشي که نه، بلکه سوال دا دی چې څه ډول عدالت وشي؟ دلته باید ډير تحقیق شوی واي، اسناد راغونډ شوي واي او محکمې ته وړاندې شوي واي."

هیدر بار زیاته کړه چې، په افغانستان کې د ښځوپه وړاندې تشدد یوه جدي ستونزه ده چې؛ افغان حکومت یې په مخنیوی کې ناکام شوی دی.

سره له دې چې په ۲۰۰۹م کال کې د ښځوپه وړاندې د تشدد د مخنیوي قانون رامنځ ته شو؛ خو د افغانستان حکومت یې د عملي کېدو لپاره جدي ګام نه دی پورته کړی.

د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان دا څیړونکې وايي؛ چې په کابل کې پر یو شمیر ښځو جنسي تیری او وسله والې غلا په ارتباط په محاکمه کې بیړه دا خطر رامنځ ته کوي چې؛ د ظالم او مظلوم دواړو حق تر پښو لاندې شي:

"کله چې سم تحقیقات ونه شي او د محاکمې جریان منصفانه نه وي؛ څوک څرنګه کولای شي چې؛ وپوهیږي چې په ریښتیا هم مجرمین نیول شوي او محاکمه شوي که یا؟ دا وروستې پيښه په یوډول د افغانستان په عدلي او قضايي سیسټم کې له نیمګرتیاوو پرده پورته کوي. په افغانستان کې خلک شکنجه کیږي، سیاسي مداخلې کیږي، مدافع وکیل نه ورکول کیږي، سم تحقیقات نه کیږي، خلکو ته د خپلو دوسیو د برابرولو لپاره کافي وخت نه ورکول کیږي.

په یوه اونۍ کې د یوشمیر کسانونیول کیدل او په اعدام محکومیدل د هغو ټولو هڅو یو مسخره تصویر وړاندې کوي چې نړیوالې ټولنې په تیرو دیارلس کلونو کې د افغانستان د عدلي اوقضايي سیسټم د اصلاح لپاره کړې دي."

خو دافغانستان ستره محکمه داسې تورونه ردوي او وايي چې، د جنسي تیري د عاملینو محاکمه د افغانستان د جزا د قانون او د شرعي اصولو سره سمه ترسره شوې ده.

د سترې محکمې د قضایه قوې عمومي امر عبدالله عطايي ازادي رادیو ته وویل چې؛ د دې وګړو محاکمه تر هیڅ ډول فشار لاندې نه وه او خپلواکه پریکړه یې کړې ده:

"د پغمان د محکومینو مساله له قوانینو مراحلو تیره شوې ده. ټول اعترافونه چې دې خلکو کړي، د محکمې په وړاندې شرعي وثیقي ته ور داخل شوي دي."

د افغانستان د بشري حقونو د څارنې په خپلواک کمیسون کې د ښځو د حقونو د ادارې غړې ثریا صبحرنګ وايي چې؛ دافغانستان د جنګ ځپلو ښځو د زخمونو د پټۍ لپاره باید د جنسي تیري دا عاملین په اعدام محکوم شي.

د کابل ښار په څنډه کې د شپې په دولس بجې وسله والو کسانو چې د پولیسو جامه یې اغوستې وه؛ پر دوو ملکي موټرو وسله واله حمله وکړه؛ پر ښځو یې جنسي تیری وکړ او شتمنې يې ورڅخه غلا کړې.

د کابل پولیسو مطبوعاتو ته ویلي چې؛ د جنسي تجاوز په تور نیول شوي؛ کسان په پيښه کې د قرباني شویو ښځو له خوا پيژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG