د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۴۸

د پغمان د پېښې د عاملینو د دوسیې څېړنه به تر راتلونکو ۲ اونیو پورې بشپړه شي


د کابل د استناف محکمې چارواکي وایې چې د پغمان پیښې د مجرمینو دوسیې تر څيړنې لاندې دي او تر راتلونکو دوو اونیو پورې به يې کارونه بشپړ شي.

وروسته له هغې چې د کابل ابتدایه محکمې په جنسي تیري تورنو ۷ تنو ته د اعدام حکم وکړ؛ دا مهال د استناف محکمې چارواکي وایي؛ که چیرې د دغو کسانو دوسيې ورته ورسیږي په راتلونکو دوه اونیو کې به یې کارونه بشپړ کړي.

د دغو کسانو دوسیو ته ګمارل شوې قاضي شهناز اسماعیل خیل دسه شنبې په ورځ آزاي راډیو ته وویل؛ چې د دې کسانو جرم ثابت دی او هیڅ ځنډ به په کې رانشي.

دې وویل، هر وخت چې دوسیې ور ورسیږي؛ وبه یې څیړي او د نهایي پریکړې لپاره به یې سترې محکمې ته ولیږي.

د پغمان د پيښې اوو نیول شویو مجرمینو ته د یکشنبې په ورځ د ابتدایه محکمې له خوا د اعدام سزا واورل شوه.

دا اوه کسان وروسته له هغې ونیول شول، چې د روانې سنبلې میاشتې په لومړیو کې یې د پغمان پر لاره له یوه موټر څخه خلک راکښته او د ښځو زر یې ورڅخه واخیستل او ور سره یې ناوړه چلند وکړ.

په عین حال کې د مدني ټولنې مشر عزیز رفیعي خبرداری ورکوي؛ چې د دغو مجرمینو په دوسیو کې هر ډول ځنډ به په هیواد کې د جنايي پیښو د ډيریدو لامل شي:

"دا قضیه جدي څیړنو ته اړتیا لري او موږ هیله من یو چې عدلي او قضايې اورګانونه په جدي او شفاف ډول دا مساله وڅیړي او په دې قضيې کې هر ډول ځنډ به د ستونزو د زیاتیدو او د خلکو او دولت ترمنځ به واټن رامنځ ته شي."

خو یو شمیر څیړونکي وایي چې؛ د کابل د ابتدايه محکمې له خوا د پغمان پیښې ۷ عاملانو ته د اعدام سزا ترڅنګ باید امنیتي ځواکونه د دغو ډلو نورې ملاتړې سرچینې هم ونیسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم له عدلي او قضایې ارګانونو غوښتي چې د پغمان د پيښې عاملینو ته دې د اعدام سزا واوروي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG