د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د نن ورځې خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلي


په داسې حال کې چې ټاکل شوې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو انتخاباتو نتایج ډېر ژراعلان شي د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت دجوړېدو پر سر د نن ورځې خبرې اترې بیا هم بې نتیجې پای ته ورسیدلې.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو اوهمپالنې انتخاباتي ټيم ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډيو ته وویل چې؛ دعبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ دنن سهار خبرو کومه مثبته نتیجه نه درلوده.

ښاغلي اوریا وویل، چې دوی به دنن ورځې په اوږدو کې خپل رسمي دریځ اعلان کړي.

که څه هم ښاغلي اوریا ونه ویل، چې نوی دریځ او پریکړه به یې څه وي؛ خو تیره ورځ د دې انتخاباتي ډلې یوه بل ویاند مجیب الرحمان رحیمي ویلي وو؛ چې د خپل ټیم بریالی اعلان کېدل یې هم یو انتخاب دی.

له بلې خوا د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم انتخاباتي ټيم ویاند ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې؛ دواړه کاندیدان کومې موافقې ته نه دي رسیدلي؛ خو وایي چې دا ډول خبرې اترې به دوام پیدا کړي.

د دې ټيم ویاند طاهر زوهیر ازادي راډيو ته وویل:

"د نن ورځې خبرې اترې په ښه فضاه کې ترسره شوې؛ خو نهایې توافق نه دی شوی، ټاکل شوې چې دا ډول ناستې بیا هم دوام پیدا کړي."

نوموړي وویل چې، د دواړه کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې ژمنه کړې؛ چې د انتخاباتو نتیجه به مني او په خبره یې اوس باید کاندیدان په خپلو ژمنو ودریږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم وړمه شپه یوځل بیا له دواړو کاندیدانو وغوښتل؛ چې د ملي وحدت د حکومت په اړه خبرې بشپړې کړي؛ څو نوی حکومت ډېرژر په کار پیل وکړي.

د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازي وایي؛ چې د کاندیدانو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع د اجرایوي پوست صلاحیتونه دي.

د تحول او تداوم ټيم استازي وایي چې، سیال ټیم یې د ملي وحدت په حکومت کې د اجراییه مشر لپاره پراخ صلاحیت او له هغې ډلې د کابینې مشري غواړي؛ خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم دا غوښتنه د اساسي قانون خلاف کار بولي.

د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په سیاسي پروسه کې په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکي او ملګري ملتونه هم ښکیل وو؛ خو تراوسه دغو دواړو ادارو په دې برخه کې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

راپور: ناجیه ساپۍ

پخواني معلومات:

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وایي؛ چې د دواړو کاندیدانو نننۍ خبرې هم له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیدې.

د دې ټیم یوه ویاند فضل الرحمان اوریا ازادي راډیو ته وویل؛ چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم به نن د ورځې په ترڅ کې خپله نوي پریکړه اعلان کړي.

که څه هم ښاغلي اوریا ونه ویل، چې ددې ټیم نوی دریځ به څه وي، خو تیره ورځ ددې ټیم یوه بل ویاند مجیب الرحمان رحیمي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ټیم د بریالیتوب اعلان یې یو انتخاب دی.

دوی تیره ورځ هم ګواښ کړی وو، که دواړه کاندیدان د نن ورځې په خبرو کې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه موافقې ته ونه رسیږي، خپل نوی دریځ به اعلان کړي.

که څه هم تراوسه د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي، چې سیال ټیم یې د اجرایوي پوست د مشر لپاره د زیات صلاحیت غوښتونکی دی او دا د کاندیدانو ترمنځ د اختلاف وړ اساسي موضوع ده.

XS
SM
MD
LG