د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۸

کوټه کې د خبريالانو د وژنې خلاف نن د پاکستان پريس کلبونه تړلي


پرون په کوټه کې د وژل شويو خبريالانو په ضد د پيل شوي لس ورځني ماتم وروستۍ ورځ وه، خو حکومت لا د دغو خبريالانو د قاتلينو نه دى موندلى او ژورناليستانو ګواښ کړى، چې که حکومت په دې اړه جدي ګامونه پورته نه کړي، نو د لوږې درې ورځنى اعتصاب به وکړي. د کوټې د وژل شويو خبريالانو د وژنې په خلاف نن په ټول پاکستان کې پريس کلبونه تړلي دي.

د اګست پر ٢٨مه چې په کوټه کې د «آنلاين خبري اژانس» د دفتر د يوه کارکوونکي په شمول دوه خبريالان ووژل شول؛ د بلوچستان د خبريالاتو اتحادې يې د وژنې په خلاف لس ورځنى ماتم اعلان کړ؛ په دې لس ورځو کې په کوټه کې د رسنيو پر دفترونو تور بيرغونه وځړول شول او خبريالانو تر لاسونو تورې پټۍ وتړلې؛ خو حکومت د وژل شويو خبريالانو د قاتلينو هيڅ څرک ونه لګاوه

پرون د ماتم پر لسمه ورځ د کوټې لسګونو خبريالانو احتجاجي مظاهره وکړه؛ چې د احتجاج په توګه د ښار پر لويو سړکونو وګرځېدل او په لاسونو کې يې د وژل شويو خبريالانو عکسونه او شعارپاڼې را اخيستې وې. په مظاهره کې د خبريالانو د وژنو په خلاف؛ د بيان د ازادۍ په ملاتړ او د حکومت په خلاف شعارونه ورکړل شول.

د خبريالانو د اتحاديې د شمېر له مخې له ٢٠٠٨م کاله راهيسې په بلوچستان کې ٣٨ ژورناليسان وژل شوي؛ چې په هغوى کې ٢٧ تنه په هدفي ډول وژل شوي دي؛ خو د حکومت له خوا د هيڅ يوه خبريال د وژنې دوسيه هم نه ده ثبت شوې او نه په دې اړه پلټنه شوې؛ چې آيا د دوى قاتلين څوک دي.

ژورناليست او د سياسي چارو څېړونکي شاهزاده ذوالفقار احتجاجي مظاهرې ته په وينا کې وويل؛ چې د بلوچستان اوسني حکومت او اعلى وزير ژمنه کړې؛ چې د خبريالانو د وژنو د پلټنې لپاره به ژر يو قضايي کميسون جوړ کړي؛ خو تر اوسه جوړ نه شو:

"لاس ورځې وشوې، نه مو د پوليسو، نه د مرکزي حکومت او ادارو، نه مو د ايالتي حکومت او ادارو او يا امنيتي ادارو له خوا يو ګام پرمختګ وليد؛ چې آيا دوى زموږ د وژل شويو خبريالانو د قاتلينو څرک لګولى که نه؛ دا د دغو ادارو بې حسي ده، پر مخ موږ اړ يو چې تر دې هم سخت ګامونه پورته کړو؛ موږ به پريس کلبونه هم تړو، احتجاجي کېمپونه به هم لګوو او د احتجاج په توګه نيولو کېدو ته هم تيار يو، بيا به په تاڼو او زندانونو کې تر هغه وخته ناست يو، چې د دوى قاتلين ونه نيول شي."

ژورناليستان وايي په بلوچستان کې د ريښتيني ژورناليزم ريښې له بېخه ايستل کېږي او د بيان ازادي ورځ په ورځ په داسې ډول له منځه وړل کېږي، چې په پوځي حکومتونو کې يې هم مثال نه ليدل کېږي. وايي خبريالان هم د استخباراتي ادارو، هم د سياسي ګوندونو او هم د خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو له خوا ګواښل کېږي، چې د دوى له خوښې سره سم خبرونه خپاره کړي.

د بلوچستان د خبريالانو د اتحاديې مشر عرفان سعيد وويل، دا ځل به پرېنږدو چې د خبريالانو قاتلين پټ پاته شي او په راتلونکي کې بيا د کوم بل خبريالان د کور څراغ مړ کړي:

"دا هرورځنى احتجاج، همدا مظاهرې، همدا تور بيرغونه او تورې پټۍ زموږ برخليک ګرځېدلى، خو دا ځل به د ارشاد مستويي، عبدالرسول او محمديوسف پر وژنه خوله پټه نه کړو، موږ به د خپلو خبريالانو تر قاتلينو ترهګرو پورې رسېږو که هغه هر څوک وي، موږ حکومت او پلټونکيو ادارو ته وخت ورکړى، چې موږ ستاسې د پلټنو تر منځ خنډ نه جوړېږو، خو موږ نتيجه غواړو"

د بلوچستان د خبريالاتو د اتحاديې او د پاکستان د خبريالانو د مرکزي اتحاديې له اعلان سره سم په کوټه کې د خبريالانو د وژنې او په پاکستان کې د بيان د ازادۍ د مخنيوي په خلاف نن د کوټې د پريس کلب په شمول د پاکستان ټول پريس کلبونه تړل شوي دي او خبردارى ورکړل شوى، چې که حکومت د وژل شويو خبريالانو قاتلين ونه نيسي او په دې اړه بيړنۍ پلټنې ونه کړي، نو احتجاجونو ته به دوام ورکړي او په لومړي ګام کې به د پريس کلبونو مخته د ډوډۍ نه خوړلو درې ورځني کېمپونه جوړ کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG