د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۶

اوباما د داعش ډلې پرضد د مبارزې لپاره خپله ستراتیژي اعلانوي


په پام کې ده چې، ولسمشربارک اوباما د اسلامي دولت یا داعش په نوم د وسله والې ډلې پرضد د مبارزې لپاره د امریکا ستراتیژي د چارشنبې په ورځ په یوه وینا کې اعلان کړي.

اوباما د امریکا له "ان. بي. سي" NBC ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه؛ وویل، د داعش ډلې پرضد د مبارزې ستراتیژي به له خپلو خلکو سره شریکه کړي او ډاډ به ورکړي؛ چې د دې ډلې په وړاندې مبارزه ممکنه ده:

"موږ د سل زره امریکایي سرتېرو د استولو په فکر کې نه یو. موږ به د نړیوال ایتلاف یوه برخه واوسو؛ د عراقي او کردي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو د ملاتړ لپاره به هوايي حملې وکړو؛ موږ به دوی ته د پلانونو په جوړولو کې مرسته وکړو څو دوی هغه سیمې بېرته ونیسي چې داعش ډلې ترې نیولې دي."

ولسمشراوباما دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې؛ د امریکا پوځ پرون د عراق په انبار ولایت کې د حدیثې د برېښنا ستراتیژیک بند ته نژدې د اسلامي دولت پر وسله والې ډلې چې؛ عراقي ځواکونه یې کلابند کړي دي؛ بمباري وکړه.

اوباما وویل، امریکا غواړي چې، د داعش ډلې وړتیا په تدریجي ډول کمه او بالاخره یې ماته کړي.

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل پرون وویل چې؛ دا بمباري د عراق د حکومت په غوښتنه شوې.

د حدیثي بند له تېرې جون میاشتې راهیسې د اسلامي دولت د وسله والو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دی. هېګل حدیثه بند د عراق له مهمو تاسیساتو څخه وباله او ویې ویل، په هغه صورت کې چې دا بند د اسلامي دولت د وسله والو لاس ته ورشي؛ د جدي وراني او ستر خطر باعث کېدای شي.

له بلې خوا د عرب لیګ مشر د دې ټولنې پر غړو غږ کړی چې؛ د اسلامي دولت د وسله والو پرضد پوځي او سیاسي مقابله وکړي.

نبیل العربي په قاهره کې په یوه غونډه کې وویل؛ عربي هېوادونه له دې سرطاني او تروریستي ډلې سره د هراړخیزې مقابلې لپاره باید یو څرګند او قاطع دریځ خپل کړي.

XS
SM
MD
LG