د کابل او پغمان د خلکو د غوښتنو وروسته، د کابل ښار د درېیمې حوزې ابتداییه محکمې د پغمان د پیښې اوه تنو نیول شوو عاملینو ته د اعدام سزا واوروله.
د کابل ښار د د رېیمې حوزې د محکمې ريیس قاضي صفي اله مجددي؛ د مجرمانو په علني غونډه کې د موظف څارنوال د څیړنو له اوریدو او د تورنو د اعترافونو وروسته د محکمې حکم داسې اعلان کړ:
"د غه پنځه کسان د کورني او بهرني امنیت د قانون د پنځه لسمې مادې له مخې په اعدام محکوم دي او تاسې صفي اله او جمیل مو د وسله والې غلا، په جرم هم د اعدام په جزا محکوم کړئ."
د محکمې ريیس وویل، دا د محکمې وروستۍ پریکړه نه ده او محکومین د قانون له مخې حق لري چې؛ له دې پورته محاکمو ته خپل عرایض وړاندې کړي.
په جوړې علني محکمه کې ګڼ شمیر خلکو ګډون کړی و.
ځینو شاهدي ورکړه چې، همدغو کسانو د پغمان د پیښې د مخه د دوی له کورونو غلا ګانې کړي او د کورنیوله غړیو سره یې زورزیاتی کړی دی.
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې دوه اوونې مخکې همدغو کسانو د پغمان پرسړک د دوو موترو سپرلۍ چې؛ اوه ښځې هم په کې وې، د وسلو په زور له موتر کوزې کړي؛ ګاڼې او نغدې پیسې یې ځنې اخیستي؛ زورزیاتی یې ورسره کړی او پر ښځو یې ډله ییز جنسي تیرې هم کړی دی.
په جوړې علني محاکمه کې د کابل امینه قوماندان جنرال ظاهر هم حاضر و؛ ده له محکمې وغوښتل چې، پر دغو کسانو دې د اعدام حکم پلی شي.
ښاغلي ظاهر داهم وویل، په دې کسانو کې داسې هم شته چې پخوا تردې یې هم ورته جرمونه کړي او ځینو یې له اتو څخه ترلسو کلونو پورې د بند سزا هم تیره کړې ده.
"یوې کورنۍ ماته د ټیلفون په لیکه وویل چې؛ دا ډله جنایتکاران د دوی کورته ورځي او زورزیاتی ورسره کوي او سهار له حمام وروسته د دوی له کوره وځي. دا کورنۍ د شرم او ننګ له امله ځان نه معرفي کوي."
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، دغه کسان یې په کابل ښار، پغمان ولسوالۍ او غزني ولایت کې نیولي او د درې نورو د نیولو هڅې روانې دي.
د پغمان له پیښې وروسته په کابل او ځینو نورو سیمو کې خلکو د مظاهرو په کولو سره له حکومته غوښتي چې دا کسان دې اعدام شي.
ځینې خلک داهم وایي چې، که له مجرمینو سره جدي چلند ونه شي او قانون پرې پلی نه شي؛ په ټولنه کې به ورته پیښې زیاتې شي.
راپور: خان محمد سیند
پخواني معلومات:
د کابل ابتدایه محکمې د پغمان په پيښه کې اوو شاملو کسانو ته د اعدام سزا واوروله.
د کابل د دریمې حوزې د محکمې رییس صفي الله مجددی نن د پنځو کسانو په اړه د علني محاکمې په غونډه کې داسي وویل:
"د وسله والې غلا په پيښه کې دغه یاد پنځه کسان د کورني او بهرني امنیت ضد قانون د پنځلسمې مادې له مخې په اشد مجازاتو، یعنې اعدام محکوم شول."
پاته دوه کسان بیا د زنا په فعل کې د نه لاس لرو په خاطر برې الزمه اعلان شول؛ خو د غلا او اختطاف په قضیو کې د لاس لرو په خاطر په اعدام محکوم شول.
ښاغلي مجددي وویل، چې د ابتدایې محکمې دغه پریکړه وروستۍ نده او دغه کسان کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.
په همدې حال کې د مدني ټولنو لسګونه فعالانو او خلکو نن په کابل کې مظاهره وکړه او له سترې محکمې څخه یې د دغه اوو کسانو د ژر تر ژره محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر حامد کرزي هم پرون په ارګ کې په یوې خبري غونډه کې د وینا پر مهال له عدلي او قضایې ارګانونو و غوښتل چې؛ د پغمان د پيښې عاملینو ته دې د اعدام سزا واوروي.