د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

"د انتخاباتي نتایجو د نه منلو په اړه هرډول تاوتریخوالی د قانون خلاف ده"


د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندید اشرف غني احمدزي لسګونه پلویانو نن په کابل کې په یوه غونډه کې د انتخاباتو د نتایجو د ژر تر ژر اعلان غوښتنه کړه.

د دغه انتخاباتي ټیم یوه لوړ پوړي غړي انورالحق احدي په خپله وینا کې وویل، دواړه انتخاباتي ټیمونه باید د تفتیش نتیجه ومني او د دې نتیجې د نه منلو په اړه هر راز مدني سرغړونې او تاوتریخوالی له قانون سره په ټکر کې راځي.

خو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، که نتایج شفافه نه وي د خپل حق د غوښتنې لپاره به د تېر په څېر مدني اعتراضونه وکړي.

د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د کاندید اشرف غني احمدزي پلویان وايي، د انتخاباتو نتایج باید ژر تر ژره اعلان شي.

د افغان ملت ګوند لسګونه غړو د اشرف غني احمدزي په پلوۍ د جمعې په ورځ په کابل کې سره ټول شوي و او له ټولو یې وغوښتل چې؛ د تفتیش نتیجه باید ومني څو د انتخاباتو روان بهیر ته د پای ټکی کیښودل شي.

د دغه ګوند افتخاري رییس او د تحول او تداوم ټيم لوړ پوړي غړي انورالحق احدي وویل، ټول باید د انتخاباتو نتیجه ومني او ددې نتیجې د نه منلو په اړه هرډول تاوتریخوالی او مدني سرغړونه د قانون خلاف ده:

″د انتخاباتو د نتایجو په هکله د هر ډول خشونت او یا ان مدني سرغړونه دا د قانون او اصولو نه پوره تخلف دی.

موږ توقع لرو له نورو ډلو چې با مسوولیت حرکت وکړي او هیڅ نوع ان د تشنج او مدني سرغړونو په فکر باندې هم ونه اوسي. سره له دې چې نتایج لا نه دي معلوم چې د چا په ګټه به و اوسي خو زموږه خواهش دا دی چې نتایج باید ټول ومني.″

ښاغلي احدي ټینګار وکړ، د تحول او تدوام ټیم ژمن دی چې د انتخاباتو نتایج به مني او که چیرته بریالی شي چمتو دی څو مخالف ټیم ته په حکومت کې ځای ورکړي.

له بلې خوا د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي د انتخاباتو کمیسیون خپله بې طرفي نه ده ساتلې او د دغه کمیسیون هر کار دوی ته د منلو وړ نه دی.

ددغه ټیم یوه ویاند سیدآقافاضل سانچارکي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که چیرته د انتخاباتو نتایج شفاف نه وي دوی به د خپل حق د غوښتلو لپاره د تېر په څېر مدني اعتراضونه وکړي:

″هیڅوک د تاوتریخوالي ملاتړی نه دی. هیڅوک د جګړو ، لانجو او ستونزو خوښونکی نه دی.

موږ په لوړ غږ اعلان کوو که چیرته دا نتیجه په همدې شکل اعلان شي یې نه منو ردوو نتیجه به یې هم هماغه ناورین وي چې رامنځته کیږي به.

موږ لکه څنګه چې پخوا مو پراخې مدني مظاهرې کړې له همدې لارو به د خپل حق د غوښتلو لپاره کوښښ وکړو.″

له دې مخکې هم د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د مدني اعتراضونه خبرداری ورکړی و.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دویم دور د رایو د تفتیش د پاي ته رسیدو په اړه په داسې حال کې دواړه انتخاباتي ټیمونه مختلف دریځونه لري چې ډیر خلک او کارپوهان اوسنۍ امنیتي،سیاسي او اقتصادي ستونزې د انتخاباتو د اوږده بهیر زیږنده بولي.

صفي الله ستانکزی - کابل

XS
SM
MD
LG