د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۲۸

"که تړون لاسلیک نه شي افغانستان له سقوط سره مخامخ کېدای شي"


پرون د ناټو هېوادونو په سرمشريزه کې د دوو هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړ، چې که د روان کال ترپايه له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه شي، افغانستان له سقوط سره مخامخ کېدای شي.

د دوی په وينا، په افغانستان کې تاوتريخوالی او ګډوډي رامنځته کېدای شي.

په عراق کې تاوتريخوالی له هغه وروسته زيات شو، چې درې کاله مخکې د امريکا ځواکونه له دې هېواده ووتل.

ټايمزمجله په خپل راپورکې، د ناټو په سرمشريزه کې د برخه اخيستونکو مشرانو له خولې وايي، هم داسې تاوتريخوالی په افغانستان کې رامنځته کېدای شي که د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک نه شي.

لتويا او ايستونيا، چې خپل پوځونه يي په افغانستان کې د ناټو د ماموريت لپاره استولي دي، د ناټو په سرمشريزه کې دا خبرداری وکړ.

ټايمزمجله په خپل راپورکې ليکي، دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غړيو هېوادونو پرون په دې سرمشريزه کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې او سلا ورکولو لپاره په دې شرط چې امنيتي تړون لاسليک شي، د مالي مرستو ژمنې وکړې.

ټايمزمجله په خپل راپورکې ليکي، دا تړون د امریکا او نورو هېوادونو لپاره ضروري دی چې په افغانستان کې خپل پوځيان پريږدي.

دا ځواکونه به راتلونکي کال د افغان پوليسو او اردو د روزنې لپاره په افغانستان کې ځای پرځای وي.

ټايمزمجله په خپل راپورکې ليکي، د ناټو عمومي سرمنشي اندرېس فوګ راسموسن وويل، د افغان حکومت سره ډېر لږ وخت پاته دی چې قانوني چوکاټ جوړ کړي ترڅو ناټو وکولای شي د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د کلک ملاتړ په نامه خپل نوی ماموريت پيل کړي.

د وېلز په سرمشريزه کې راسموسن وويل چې له لاسليکه پرته به ناټو په افغانستان کې هيڅ ماموريت ونه لري. ده زياته کړه:

″زموږ جنګي ماموريت به ډېر ژر سر ته ورسيږي. افغانستان اوس هم نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري او ناټو دې ملاتړ ته تياره ده. موږ تيار يو چې د افغان ځواکونو د روزنې، ملاتړ او همکارۍ لپاره یو نوی ماموريت پيل کړو او کله چې امنيتي تړون لاسليک شي، دا ماموريت به پیل شي.″

د لتويا د دفاع وزير رايموډز وييونيس وويل چې د امنيتي تړون نشتوالی په افغانستان کې د ناټو هيوادونو لپاره تر ټولو لويه اندېښنه ده.

ده د ټايمز مجلې ته ويلي دي، په عراق کې حالات سم وو خو اوس په ډېر سرعت سره هر څه بدل شول. که ناټو نه وي، په افغانستان کې هم دا حالت تکرارېدای شي.

XS
SM
MD
LG