د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۵

"د افغانستان ښځې يوازې مه پريږدئ"

د افغانستان ښځې يوازې مه پريږدئ» دا د اي يو ابزورو خپرونې د خپرې کړې مقالې سرليک دي. د مقالې ليکوال هيدر بار ليکي، ناټو او غړي هيوادونه يې د اوس لپاره کولي شي چې په افغانستان کې د ښځو د وضعيت د ښه والې لپاره ګامونه واخلي.

ليکوال ليکي، د افغانستان د ښځو موسسو دا هڅې مطرح کړې او په ډاګه کړې دي، چې په دغو کې يو دا دي چې د افغانستان پر حکومت فشار زيات شي څو افغان ښځو ته سمه زمينه برابره کړې چې د هيواد په ټولو راتلونکو بحثونو کې ګډون وکړي، بل وړانديز د ښځو د حمايت لپاره د رښتينيو ګامونو اخيستل دي.

د افغانستان د ښځو موسسې دا وړانديز هم کوي چې بايد دا ډاډ ترلاسه شي چې په امنيتي ځواکونو کې ښځې ونډه ولري.

هيدر بار وړاندې ليکي، د ناټو هيوادونه په راتلونکې کې د افغان ښځو د حقونو د ساتنې نظارت کولي شي، په تيره بيا چې د سياسي فشارونو له کبله دا حقونه له خطر سره مخامخ وي.

ليکوال بيا ليکي چې؛ له افغانستان سره مرسته کوونکي هيوادونه، په ځانګړې ډول د ناټو غړي داسې باور لري چې دوي د خپلو پوځيانو د وينو د تويدو او د پيسو د لګيدو په بدل کې د افغان ښځو د حقونو ساتنه کوله نو په داسې وخت کې چې په افغانستان کې نوي حکومت جوړيږي له خپل نفوذه په دې برخه کې استفاده وکړي او دا هڅې زياتې کړي.

هيدر بار بيا څرګندوي چې تر ټوله بده شيبه به هغه وي چې افغان ښځې يوازې پرې ښودل شي.

د لويديځ يوې بلې خپرونې فارين پاليسي بيا د افغانستان د کانونو د نوي قانون مساله څيړلې ده او پوښتنه کوي چې دا قانون به مافيايي ډلو ټپلو ته ګټه وروسوي؟

په دې مقالې کې لولو چې وروسته له کلونو کلونو ځنډه د افغانستان پارلمان اخر د کانونو قانون روان کال تصويب کړ.

ولسمشر کرزي دا قانون د اګست په مياشت کې لاسليک کړ. فارين پاليسې د څيړونکو په وينا وايي چې په دې قانون کې د ساتنې هلو ځلو ته پاملرنه نه ده شوې نو دا ويره شته چې وسله والې ډلې او ځواکمن کسان د معدنونو سکتور ته لاره وکړي او دولت تهديد کړي.

د مقالې له مخې د افغانستان د مځکپيژندونکو، د امريکايانو او د هغو جيولوجيستانو څيړنې چې د شوروي اتحاد په وخت يې کړې وې، دا معلوم کړي چې په افغانستان کې د درې تريليونه ډالرو په ارزښت طبيعي زيرمې شته او د سروزو، سپينو زرو، مس، اوسپنې او يو شمير نادره فلزاتو ارزښت په دغه هيواد کې يو تريليون ډالرو ته رسيږي.

فارين پاليسي د افغانستان د حکومت د يوې سرچينې په وينا خبر ورکوي چې د معدنونو په برخه کې د تړونونو پټولو ته انديښنه لري.

خپرونه د معدنونو په برخه کې د لويديځ د يوه څيړونکي په وينا ليکي چې د تړونونو ، د هغوي د څښتنانو او د داوطلبي د ميکانيزم په برخو کې د سيمې خلکو شکايتونه کړې دي چې پکار و د خلکو د شکايت مساله هم په قانون کې ځاي شوې واي او که چيرته د افغانستان حکومت او نړيوال شريکان يې د شته ګواښونو د مخنوي په برخه کې جدي وي نو بايد دا هڅې وکړي

XS
SM
MD
LG